د لوګر پوهنې ریاست چارواکي وايي چې په نوي ۱۳۹۸ لمریز کال کې به د دې ولایت په مرکز پلعلم او۶ ولسوالیو کې د پوهنې وزارت له بودیجې ۱۰۰ ښوونځيو ته نوې ودانۍ جوړې شي.
د لوګر د پوهنې رییس عبدالوکیل کیلوال د نوي کال د پيل غونډې مراسمو ته وویل، اوس مهال په لوګر کې نیمايي ښوونځي ودانۍ نهلري او د ولسمشر د حکم لهمخې به په نوي کال کې ۱۰۰ بابه ښوونځيو ته نوې ودانۍ جوړې شي چې د دې ولایت د پوهنې ریاست اړوند ښوونځيو د ودانیو نهشتوالي ۹۵ سلنه ستونزې به راکمې کړي.
همدارنګه د لوګر پوهنې رییس زیاته کړه چې سږ کال به ۲۵ زره نوي ماشومان ښوونځيو ته د لیکلوست په موخه جذب شي.
بلهخوا د لوګر ولایتي شورا مرستیال ډاکتر عبدالولي وکیل وویل چې د پخوا په پرتله په لوګر ولایت کې د پوهنې په برخه کې ستونزې راکمې شوېدي او د دې ولایت له ولسونو یې وغوښتل چې د پوهنې د پرمختګ په برخه کې کوټلي ګامونه واخلي.