لوګر کې دولتي ځواکونو او طالبانو ته درنه مرګ‌ژوبله اوښتې

 

د لوګر امنيې قومندانۍ ویاند شاپور احمدزي سلام وطندار ته وویل چې له تېرې شپې راهیسې تراوسه د ازرې ولسوالۍ پر مرکز او نږدې امنيتي پوستو د طالبانو ډله‌ييز بريدونه روان دي.

ښاغلی احمدزی وايي، تراوسه پورې ۳۰ طالبان او ۳ امنیتي سرتېري وژل شوي‌دي.

بله‌خوا د لوګر د ولایتي شورا غړي ډاکتر عبدالولي وکیل سلام‌وطندار ته وویل چې له تېرو ۱۳ ورځو راهیسې طالبانو د ازرې ولسوالۍ کلابنده کړې‌ده.

ښاغلی وکیل زیاتوي چې نړۍوالو ځواکونو هم د مرستې په نوم د طالبانو پرځای پر افغان امنیتي ځواکونو او ملکيانو هوايي بریدونه کړي چې ۱۵ امنیتي سرتېري او ۵ ملکیان په‌کې وژل شوي‌دي.

د سیمې یو اوسېدونکي شهزاده توحیدمل سلام‌وطندار ته وویل چې له تېرې شپې راهیسې ۸ امنیتي پوستې سقوط شوې‌دي او اوس هم  د دواړو لوریو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.

هغه وایي، که‌چیرې دې ولسوالۍ ته کومکي ځواکونه ونه رسېږي؛ د طالبانو لاس ته به ولوېږي.

طالبان هم ادعا کوي چې د ازرې ولسوالۍ ډېرې برخې دوی نیولي او لسګونه سرتېري یې وژلي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام