د لوګر په مرکز پلعلم کې د جوړې شوې غونډې ځېنو مېرمنو وویل، افغانان له جنګه ستړي شوي او طالبان دې له افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرې او اوربند وکړي.
د لوګر دوه اوسیدونکې فرزانه شنسب او یلدا سادات وایي، هره ورځ د روانې جګړې له امله دواړو لوریو ته لسګونه ځوانان او بيګناه ملکي وګړي، ښځې او ماشومان وژل کېږي چې بیا یې هم ټول ټول زیان افغانانو ته رسېږي.
دا مېرمنې همدارنګه له افغان حکومته هم غواړي چې وسلهوالو طالبانو ته د مخامخ خبرو زمینه برابره کړي.
د لوګر د مرکز پلعلم اوسېدونکې محبوبه سادات وایي چې د پخوا په پرتله په دې ولایت کې امنتي حالت دومره خراب شوي چې د کورنۍ غړي له کور بهر وتلو ته هم اجازه نهورکوي.
اغلې سادات زیاتوي چې جګړې په هېواد کې زرګونو کسانو ته د سرومال زیان اړولی او وسلهوالو ته پهکار ده چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرې کړي.
بلهخوا د لوګر د ښځو چارو رییسه شیما زرګر وایي چې په تېرو ۱۷ کلونو کې افغانمېرمنو په بېلابېلو برخو کې د پاموړ لاستهراوړنې لري او نه غواړي چې دغه لاستهراوړنې یې له منځه لاړې شي.
اغلې زرګر پر وسلهوالو طالبانو غږ وکړ چې نور له جګړې لاس په سر شي او له افغان حکومت سره اوږه په اوږه د هېواد پرمختګ ته کار وکړي.
لوګرۍ مېرمنې پهداسې حال کې له وسلهوالو طالبانو نه له افغان حکومت سره د مخامخ خبرو او د جګړې اوربند غوښتنه کوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي د دوحې په پلازمېنې قطر کې په وروستۍ غونډې کې له وسلهوالو طالبانو سره د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او د نورو هېوادونو پرضد د افغان خاوري له نه کارولو باندې طرحې نهایې شوېدي.