لوګر؛ له ۲۵۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

د لوګر د طبعیي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې رییس مطیع‌الله احمدزي وویل چې د چین هېواد له لوري د لوګر له ۲۵۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته شوې.

دا مرسته ۳۵۰ ټنه اوړه او وریجې دي چې په اړمنو کورنیو یې د وېش لړۍ روانه ده.

د ښاغلي احمدزي په خبره، دغه مرسته به د مرکز پل‌علم په ګډون د شپږو ولسوالیو له هغو کورنیو سره وشي چې د جنګ او وروستیو طبعیي پېښو له امله بې‌ځایه شوې‌وي.

په ورته وخت کې د لوګر اړمنې کورنۍ د لوګر ولایتي ادارې مننه کوي چې اړو او بې‌وزلو کورنیو سره یې په مناسب وخت کې د خوراکي توکو مرستې راجلب کړې؛ خو وايي چې شوې مرسته بسنه نه‌کوي.

دا مرستې په‌داسې حال کې دي چې د معلوماتو له‌مخې د وروستیو جنګونو، وچکالیو او اورښتونو له امله ۳۰۰۰ کورنۍ له خپلو مېنو بې‌ځایه شوي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

ورته مطالب:

له نورستان سره ۲۵۵ ټنه خوراکي توکي مرسته کېږي

په پروان کې له ۱۵۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته

افغان ـ تُرک په افغانستان کې ۷ زرو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام