د لوړو زده کړو وزارت وايي، د زده کوونکو ښه چمتووالي او په کانکور ازموینه کې د درغلیو مخنیوي له پاره بیومېټریک سیستم کاروي.
د دې وزارت ویاند وايي، د کانکور په ازموینه کې د بدلون طرح د زده کوونکو د وړاندیزونو پر بنسټ چمتو شوې او کابینې هم منلې، چې سږ کال به په ټول هېواد کې پلې شي.
د لوړو زده کړو وزارت ویاند فیصل امین سلام وطندار ته وویل، د کانکور ازموینه یو ملي بهیر دی او د روڼتیا له پاره یې سږ کال په ازموینه کې بنسټیز بدلون راوستلی دی.
امین وايي، د راتلونکي کال کانکور ازموینې له پاره بیومېټریک سیستم کاروي، چې له مخې به یې د نقل او د یو کس پر ځای د بل کس د ازموینې ورکولو مخنیوي هم وکړي.
امین زیاته کړه، د کانکور ازموینې اخیستلو فصل ته هم بدلون ورکړل شوی دی.
نوموړي د کانکور فصل بدلون اصلي لامل ازموینې ته د زده کوونکو ښه چمتووالي وبللو.
له بل لوري د کابل ښار د یو ښوونځي زده کوونکی محمد عبدالله وايي، چې د لوړ زده کړو وزارت له خوا د کانکور ازموینې د فصل بدلون او په ازموینه کې د روڼتیا له پاره له بدلون راوستلو خوښ دی.
دی وايي، چې د کانکور ازموینې بهیر باید په سم ډول نظارت شي، تر هغې چې زده کوونکي د خپلو وړتیاوو له مخې بېلابېلو پوهنځیو ته کامیاب شي.
د پلازمینې کابل یو بل زده کوونکی مرتضی وايي، خبر شوی، چې د کانکور ازموینې په وخت او تیارو کې بدلون راغلی دی.
دی وايي، د لوړو زده کړو وزارت له دې پرېکړې خوښ دی.
په ورته وخت کې د پوهنتون استاد امین هاشم هم د لوړو زده کړو وزارت دا پرېکړه پر ځای بولي او وایي، چې په دې سره افغانستان له نړیوالو معیارونو سره برابریږي او له بلې خوا زده کوونکي هم ازموینې ته ښه تیاری نیولی شي.
د لوړو زده کړو وزارت د نوې طرحې پر بنسټ ټاکل شوې، د روان کال کانکور ازموینې د کب په میاشت کې پیل او په زمري میاشت کې یې پایلې اعلان شي، چې په وږي میاشت به کې د زده کړیالانو لومړی سمستر پیلېږي.
د راپورونو له مخې یوازې د تېر کال کانکور ازموینې رڼې واخېستل شوې او په نورو کلونو کې هر ځل د درغلیو او د زورواکو د لاس وهنو راپورنه ورکول کېدل.