لويې څارنوالۍ د زرغون بهير شکايتونه رد کړل

د لويې څارنوالۍ وياند جمشېد رسولي سلام‌وطندار ته وايي، د امرالله صالح په مشرۍ د زرغون بهير له لوري د سپکاوي ۳۹ شکايتونه يې رد کړې دي.

رسولي وايي، د افغانستان جزا کوډ کې افرادو ته «کنزلې او سپکاوی» جرم دی او هغې ته رسېدنه د زیانمن کس له اندېښنو سره تړاو لري.

نوموړی وايي، دا شکايتونه د زرغون بهير د حقوقي کمېټې له لوري ثبت شوي دي، نه د امرالله صالح لوري؛ نو له همدې کبله دا شکايتونه رد شوي دي.

د امرالله صالح په مشرۍ د زرغون بهير له لوري په دې وروستيو کې ۳۹ کسان امرالله صالح ته د سپکاوي په تور څارنوالۍ ته معرفي شوي وو چې نوموړي ته يې په فېسبوک کې د هغه فېسبوکي پوسټونو کې سپکاوی کړی و.

د دې شکايتونو ثبت بيا هېواد کې دننه او بهر په ځانګړې توګه د بښنې نړيوال سازمان غبرګون هم له ځانه سره درلود.

په دې تړاو:

د امرالله صالح د وروستیو اقداماتو په اړه د بښنې نړیوال سازمان اندېښنه

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام