لويه څارنوالي: د فرخندې قضيه به ډېره ژر بشپړه شي

د لویې څارنوالۍ ځای ناستي نور حبیب جلال کابل کې د څارنوالانو ټولنې ته په یوه ناسته کې وویل، چې د فرخندې د وژنې قضیه ۱۴ څارنوالان پر مخ وړي او ټاکل شوې ډېر ژر یې پايله خلکو سره شریکه شي.

فرخنده نومې ۲۷ کلنه پېغله د تېرکال د (مارچ په۱۹مه) د کابل ښار د شاه دوشمشېره جومات مخې ته یوې ډلې قهرېدلو کسانو د قران کریم سوځولو په تور، لومړی په سوکانو، لغتو، کوتکو او ډبرو ووژله او وروسته یې د هغې مړي ته اور ورته کړ.

جلال د دې قضیې په تړاو وویل، چې د یادې قضیې اصلي عاملینو پر خپلو جرمونو اعتراف کړی دی.

د لویې څارنوالۍ ځای ناستي ډاډ ورکړ، چې هیڅوک پر دوی فشار نه شي راوړی او د هیچا فشار ته به تسلیم نه شي.

هغه وايي د فرخندې قضیه به د قانون او عدالت په رڼا کې وڅېړل شي.

د تېر کال پغمان قضيې په څېر د فرخندې قضيې په اړه هم عام خلک جدي دي او ډېری وګړي غواړي د دغې قضيې څخه ګام په ګام معلومات ولري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام