د افغان رسنیو د ملاتړ ادارې یا نی بنسټ او اریانا ټلوېزیون له لوري تازه ټولپوښتنه ښيي چې له ۹۰ سلنو ډېر افغانان له طالبانو سره د افغان حکومت له لوري سولې ته پر ولسمشریزو ټاکنو لومړیتوب ورکوي.
د نی ادارې اجرایوي رییس محیب خلوتګر وویل چې دا ټولپوښتنه د یو پوښتنلیک په ډول په ټول هېواد کې له ۵ زرو ۳۷۹ تنو سره شوېده.
ښاغلی خلوتګر وايي چې په پوښتل شویو کسانو کې ۹۰.۲ سلنه ګډونوالو ـ چې ۴۸۵۲ تنه کېدل ـ د ټاکنو پر مخکيوالي باندې سولې ته لومړیتوب ورکړی او ۸ سلنه ګډونوالو ـ چې ۴۲۹ تنه کېدل ـ له سولې مخکې ټاکنې غوښتې. پاتې ۲۴ تنو سوله او ټاکنې یوځای غوښتلې.
ورته مطالب:
خلیلزاد: تلپاتې او داسې سوله باید وشي چې ټول ارزښتونه په کې خوندي وی
د ټاکنیزو کمېسونونو ټول غړي ګوښه شول
«د موقت حکومت طرحه باید ټولپوښتنې ته وړاندې شي»
د سولې او ټاکنو په اړه دا ټولپوښتنه داسې مهال کېږي چې ټاکل شوې د فېبرورۍ پر ۲۴مه یا دوې ورځې وروسته د دوحې په مرکز قطر کې د افغان سولې په اړه د امریکا او طالبانو ترمنځ بله غونډه وشي. تر اوسه نهده څرګنده چې د افغان حکومت استازي هم پهدې غونډې کې ګډون کوي او کهنه.