له ۶میاشتو وروسته غچ؛ ورور خپله خور او د هغه مېړه ووژلو

قضیه له هاغه ځای راپیل شوې، چې د بغلان ولایت د بغلان مرکزي ولسوالۍ له لقیه‌ها کلي نه یو هلک او نجلۍ تښتي او واده کوي.

دا قضیه د سپین ږیرو او قومي مشرانو په منځګړيتوب حلېږي او هر څه عادي حالت ته راګرځي؛ خو له شپږو میاشتو وروسته د نجلۍ ورور د خپلې خور د خسرګنۍ کورنۍ ته مېلمستیا جوړوي؛ نوره کورنۍ یې برمته کوي، خپله خور او د هغه مېړه وژني.

د بغلان ولایت د ښځو چارو ریاست د حقونو مدیره اورانوس عاطفي د دې پېښې په بیان سره سلام وطندار ته وویل، د هلک برمته شوې کورنۍ له پېښې نه وروسته ناردکه شوې ده.

د مرکزي بغلان ولسوال ګوهر خان بابري په دې اړه وویل، چې د وژل شوې جوړې قاتل او د برمته شوې کورنۍ د پیدا کېدو په اړه پلټنې روانې دي.

بغلان هغه ولایت دی، چې ورځ تر بلې په کې د کورني تاوتریخوالي پېښې زیاتېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام