په داسی حال کې چې نن د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د سولې هوکړهلیک په دوحه کې لاسلیک کېږي او اټکل دا دی چې ورپسې به بینالاافغاني خبرې هم پیل شي، خو د بینالاافغاني خبرو په پیل کې د ښه نیت په نوم باید ۶ زره بندیان د طالبانو او حکومت لهخوا خوشې شي.
د محبسونو ادارې مطبوعاتي دفتر مسوول عباد سلاموطندار ته ویلي چې له ۵ زرو ډیر طالبان له حکومت سره بندیان دي، خو له طالب بندیانو سره د تبادلې په اړه دوی ته داسې کوم امر یا مکتوب نه دی رسېدلی چې څوک او څومره کسان به څرنګه خوشې کېږي.
په همدې حال کې یو پخوانی طالب چارواکی سیداکبراغا سلاموطندار ته وویل چې له حکومت سره زرګونه کسان د طالبانو په نوم بندیان دي او له طالبانو سره هم ښایي شاوخوا ۳ زره دولتي کسان بندیان وي چې د بینالاافغاني خبرو لپاره د ښه نیت په خاطر طالبانو غوښتنه کړې چې حکومت به د دوی ۵ زره کسان او طالبان به د حکومت زر کسان خوشې کوي.
دا په داسی حال کی ده چې په ځینو رسنیو کې داسې راپورونه هم خپاره شوي چې ګواکې حکومت نه غواړي د طالبانو ۵ زره بندیان یوازې د زرو حکومتي بندیانو په بدل کې خوشې کړي.
دغه راز حکومت وایي، د بینالافغاني خبرو د پیل کېدو په موخه دې دواړه لوري ۲ زره بندیان چې زر یې له حکومت او زر هم له طالبانو سره دي، خوشې شي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري وایي، ښایي افغان حکومت د طالب بندیانو د تبادلې یا خوشې کېدو په اړه د قانون په رڼا کې لاس پهکار شي او په وینا یې، دا کار به هغه مهال کوي چې پوه شي له سولې پروسې سره مرسته کولای شي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ قطر ته د حکومت یو پلاوی چې د محبسونو عمومي رییس او یوشمېر نور حکومتي چارواکي پهکې دي، تللی دی.
اټکل دا دی چې دغه پلاوی به له طالب چارواکیو سره د بندیانو د خوشې کولو یا تبادلې د څرنګوالي په اړه خبرې وکړي.