د اروپا د پولیسو رییس راب وینرایت وايي، چې له ۳ څخه تر ۵ زرو ترهګر د کډوالو په جامه کې د اروپايي هېوادونو له سرحدونو تېر شوي او اوسمهال د اروپا په بېلابېلو سيمو کې میشت شوي دي.
نوموړي د یوې الماني ورځپاڼې سره د خبرو پر مهال وویل، چې اروپايي هېوادونه د تېرو لسو کلونو په پرتله تر ټولو خطرناک امنيتي حالت کې قرار لري.
وینرایت همدارنګه زیاته کړه، چې ترهګر لکه داعش وسله واله ډله په اروپايي هېوادونو کې د سختو خونړیو بريدونو پلانونه لري.
هغه اروپايي هېوادونو ته د عراقي او سوري کډوالو په جامه کې د داعش ډلې او نورو ترهګرو د راتګ په باب هيڅ ډول اسناد وړاندې نه کړل.
په همدې حال کې څو ورځې وړاندې هم د بريتانیا پخوانی دفاع وزیر "فاکس لامي" د داعش ډلې له موجودیت څخه اندېښنه ښودلې وه او ویلي وو، چې د دغو ترهګرو ډلو زیات وګړي د سوري کډوالو په جامه کې اروپايي او نورو هېوادونو کې ځای پرځای شوي دي.
د جرمني د ځانګړې قطعې رییس هم تېره میاشت ۱۰۰ داسې جرمي اثار پیدا کړي و او همدغو اثارو پر بنسټ يې اعلان وکړ، چې په جرمني کې هم د داعش ډلې جنګيالي راغلي او غواړي په دغه هېواد کې ترهګریز فعالیتونه وکړي.
یاده دې وي، چې د امريکا د فدرال د تحقیقاتو رییس (ایف، بي، اې) هم د دغه هېواد مشرانو جرګې ته ویلي وو، چې داعش د چاپ یو پرمختللی ماشین په دیرالزور سیمه کې لاس ته راوړی، چې د هغه په وسیله جعلي سوري تذکرې او پاسپورټونه چاپوي او د دغو سندونو په وسیله ځان امريکايي او اروپايي هېوادونو ته رسوي.
په دې وروستیو کې د کډوالو بحران له امله اروپايي هېوادونو ته د ترهګرو ننوتلو، جرمونو، او تروریستي بريدونو په اړه اندېښنې زیاتې شوي.
له دې وړاندې داسې راپورونه هم خپاره شوي، چې د داعش ډلې جنګيالي د ترکيې هېواد ته رسېدلي او کډوالو په جامه کې غواړي اروپايي هېوادونو ته ځانونه ورسوي.