د احصايې مرکزي ادارې تازه څېړنه ښيي چې له ۱۳۹۱ نه تر ۱۳۹۵ لمریز کال پورې د غربت کچه ۱۶ سلنه زیاته شوېده.
د دې ادارې مسلکي مرستیال حسیبالله موحد وايي، پهدې څېړنه کې یې په ۳۴ ولایتونو او ۳۴۲ ولسوالیو کې ۲۱۰۰ غړي څېړلي دي. دوی باوري دي چې د دې څېړنې خپرول د دولت پر پراختیايي پروژو او پر مرستندویو موسېسو اغېز وکړي.
دې څېړنې کې د شوې محاسبې لهمخې که یو وګړي په میاشت کې له ۲۰۶۴ افغانیو کم لګښت وکړي؛ د غربت تر کرښې لاندې دی چې د دې تخمین پر اساس په ۱۳۹۵ کال کې ۵۴،۵ سلنه افغانان د غربت تر کرښې لاندې وو. دغه راز دا راپور ښيي چې د غربت کچه په ژمي کې نظر اوړي ته له ۴۶،۳ سلنې ۶۷،۵ سلنې ته لوړېږي.
دغه څېړنه دا هم وايي، د افغانستان ۴۸ سلنه نفوس له ۱۵ کلونو کمعمره تشکیلوي. له بلېخوا د دې راپور پر بنسټ، په چارو کې د نارینهوو ګډون کچه ۸۰،۶ سلنه او د مېرمنو ګډون کچه ۲۶،۸ سلنه ده. دغه راز د وزګارو نارینهوو کچه ۱۸ سلنه او ۴۱سلنه مېرمنې دي؛ په ټوله کې ۲۴ سلنه خلک په هېواد کې وزګار دي.
په ورته وخت کې د اقتصاد وزارت وزیر مصطفی مستور وايي، د خلکو له ژوند او حالته کره شمېرې او راپورونه د دې سببېږي چې د دوی وزارت د خلکو د ژوند د ښه کېدا په پار ګټور پروګرامونه طرحه کړي.
ښاغلي مستور وویل، دا شمېرې ښيي چې په ځېنو برخو کې د دې وزارت تېر طرحه شوي پروګرامونه ډېر بریالي وو؛ خو ځېنې پروګرامونه یې ناکام وو. د ښاغلي مستور په وینا، اوس له هر وخته ډېره اړتیا لیدل کېږي چې د پالیسو د پلي کولو طرحې په واقعیې شمېرو جوړې شي.
د مرکزي حصایې د ادارې د څېړنو پر بنسټ، د هېواد د نفوسو ډېره برخه په زراعتي سکتور او کمشمېر د کانونو، ګازو او اوبو په استخراج او د برېښنا په چمتو کولو بوخته ده. همدارنګه ښوونیز او د لوړو زدهکړو بهیر ته د هېوادوالو لاسرسي کې چندانې بدلون نهدی راغلی؛ خو په لویانو کې له ۱۳۸۴ نه د سواد کچه له ۳۱.۳ سلنو نه ۵۳.۶ سلنو ته لوړه شوې.
پهدې څېړنه کې دا هم راغلي چې ۱۳ سلنه افغانان خپل شخصي کورونه نهلري او ۷۰ سلنه ښاروندان په بېوزله ځایونو کې او یا غیرمناسبو ځایونو کې ژوند کوي.