د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د داعش له وېرې بې ځایه شوي اوسېدونکي وايي، یادې ډلې دوی ته د مرګ، ژوبلې اړولو تر څنګ ډېر مالي زیانونه هم ور اړولي دي.
اوس هلته نږدې په ټولو نیول شویو سیمو کې خلک نه شته، کورونه یې ویجاړ او کنډواله پراته دي؛ خو بې ځایه شوي خلک بیا زیاتوي، که حکومت ورسره مرسته وکړي؛ دوی بېرته خپلو کلیو ته ورګرځي.
دوی ټینګار کوي، داعش ډلې یې له کورونو د سپر په توګه کار اخیست، چې له امله یې د دوی کورونه سوځېدلي او ویجاړ شوي دي.
دوی همداراز وايي، په داعش ډله کې ګڼ بهرنیان جنګېږي، چې دوی ورسره په لومړیو وختونو کې جګړې هم کړې وې.
د اچین ولسوالۍ اوسېدونکی پاچا خان وايي، داعش ډلې یې ماشومان یې حلال کړي، کورونه یې ور وران کړي او ورسوځولي او حتا د دوی پر حیواناتو یې هم زړه خوږی نه دی کړی؛ نو څنګه به زړه ښه کړي، چې بېرته تش لاس ستانه شي.
ګل وزیر د دې ولسوالۍ بل اوسېدونکی دی، وايي، چې د داعش په منځ کې بهرني وسله وال هم موجود دي. دی همداراز زیاتوي، له داعش سره یې پخوا ډېرې جګړې کړي دي، خو اوس د بېرته تګ وس نه لري.
شریف الله یوسفزی د همدې ولسوالۍ اوسېدونکی وايي، چې د اچین ډېر اوسېدونکي جلال اباد او نورو ولسوالیو ته کډه شوي دي. دی وايي، دولت دې د داعش پر ضد مسلسل او پرله پسې عملیات وکړي.
یوسفزی زیاتوي: «هوايي ځواک دې راشي، چې داعش ذلیله او ختم کړي او موږ خپلو کورونو ته ولاړ شو.»
له داعشه پاکو شویو سیمو ته ډېری خلک وروسته له دوو کلونو خپلو کورونو ته ورګرځي، خو د نیول شویو سیمو په بېرته ساتنه ټینګار کوي.
دغه خلک له حکومته د بشري مرستو د ور رسولو غوښتنه کوي؛ خو د ننګرهار د ولایتي ادارې ویاند عطاالله خوږیاڼي سلام وطندار ته وویل، تر اوسه له داعشه پاکو شویو کوټ او هسکې مېنې ولسوالیو ته مرستې رسېدلي دي او په نږدې راتلونکې به اچین ته هم د مرستو رسولو لړۍ پیل شي.
نوموړي دا هم زیاته کړه، چې له اچین، هسکې مېنې او کوټ ولسوالیو څخه سلګونه کورنۍ د داعش له وېرې خوندي سیمو ته کډه شوي، چې د سیمو له تصفيې وروسته به بېرته خپلو کورونو ته ورستنې شي.
اوس د افغان ځواکونو او داعش ډلې تر منځ جګړه د اچین ولسوالۍ د مامند تنګي په خوله کې روانه ده.
مامند او پېخې دوه هغه سیمې دي، چې اوس په کې حکومتي ځواکونه له داعش سره په جګړه کې اخته دي.
دغلته په جګړه کې ورو مخکې تګ د مامند تنګي په خوله کې پر یوه خوړ د جوړ شوي پل د سېلابونو له امله خرابوالی ښودل شوی.
داعش ډلې په لومړي ځل په همدې ولسوالۍ سر راپورته کړ.
څه دپاسه دوه اونۍ مخکې د ولسمشر محمد اشرف غني په امر ننګرهار کې د قهر سېلاب عملیات پیل شوي.
پوځي چارواکي وايي، دغو عملیاتو کې یې د افغانستان له پاره د داعش ډلې د مشر حافظ سعید په ګډون سلګونه داعشیانو ته مرګ، ژوبله اړولې او دغه ډله اوس له سیمې په تېښته ده.
په همدې حال کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو قوماندان ډګر جنرال محمدزمان وزیري اچین کې رسنیو ته وویل، په جګړه کې به د ملکي وګړیو ژوند ته ځانګړی پام وکړي.
ده له عامو وګړیو سره د پام په هکله په ټینګار سره وویل، که له کورنو نه پرې ډزې هم وشي؛ کوشش کوي، چې له دې خوا پرې درنې ډزې ونه کړي، بلکې هڅه کوي، چې پیاده ځان ور ورسوي، ځکه چې دوی د همدې خلکو له پاره عملیات کوي.
ده وویل، داعش ډله له ملکي وګړیو د سپر په توګه کار اخلي او د هغوی کورونه د خپلو پټنځایونو په توګه کاروي.
جنرال وزیري زیاته کړه، چې کوټ ولسوالي یې په بشپړ ډول له داعش وسله والو پاکه کړې او همدا راز د هسکې مېنې او اچین ولسوالۍ ډېرې سیمې یې پاکې کړي، چې ژر به دغه دواړه ولسوالۍ هم په بشپړ ډول له یادې ډلې پاکې شي.
بل پلو قومي مشر ملک عثمان تېره ورځ اچین ولسوالۍ کې د یوې جوړې شوې غونډې کې له خلکو وغوښتل، چې له حکومت سره اوږه، پر اوږه د داعش پر ضد جګړه کې برخه واخلي.
په دغو عملیاتو کې له افغان ځواکونو سره د کورني او بهرني هوايي ځواک ملاتړ هم شته.
چارواکي وايي، تر هغې به قهر سېلاب روان وساتي؛ تر څو یې ننګرهار کې داعش ډلې ته ماته نه وي ورکړي؛ خو داعش ډلې بیا تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.