د عامې روغتیا وزارت وايي چې د امریکا متحده ایالات د کورونا پر وړاندې د مبارزې لپاره له افغانستان سره له ۴۲ میلیونه ډالرو ډېره مرسته کوي.
روغتیا وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې عمومي مسوول پیټر نټیلو د دغه وزارت له سرپرست وزیر احمدجواد عثماني سره د ویډیو کنفرانس له لارې په خبرو کې ویلي چې امریکا د کورونا پر وړاندې مبارزې لپاره له افغانستان سره ۴۲،۵ میلیونه ډالره مرسته کوي.
د خبرپاڼې له مخې، نټیلو ویلي چې له دغو پیسو به ۱۰،۹ میلیونه ډالر د کورونا د تشخیص مرکزونو د زیاتوالي په موخه د روغتیا نړیوال سازمان له لارې افغانستان ته ورکړي.
هغه زیاته کړې چې ۳۱،۶ میلیونه نورې پیسې به د کورونا پر وړاندې د مبارزې لپاره د روغتیا وزارت د روغتیايي مراقبتونو او روغتیايي پروژې په برخه کې دغه وزارت ته ورکړل شي.
دغه راز ۱،۶ میلیونه ډالر به د روغتیا نړیوال سازمان او پاتې نورې د روغتیايي پروژې له لارې ولګول شي.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست احمدجواد عثماني د امریکا له مرستې نه د مننې ترڅنګ ویلي چې د یادو پیسو په لګولو کې د روڼتیا لپاره به د مدني ټولنې یو استازی وټاکي.
دا په داسې حال کې ده چې اوس په ټول هېواد کې ۲۶ زره ۸۷۴ کسان پر کورونا ویروس اخته شوي دي.
د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، د دغو کسانو له ډلې ۶ زره ۱۵۸ بېرته رغېدلي او ۵۰۴ نور د کورونا ویروس له کبله مړه شوي دي.