له ژونده ستړې ښځه؛ د ترهګرو په جامه کې وژل شوې

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د چنګاښ پر ۳۱مه نېټه ویلي وو، یوې ښځې چې پر سترې محکمې یې د برید نیت لرلو؛ د دې محکمې د دروازه ساتونکیو له خوا ووژل شوه.

زینب وسله پر لاس هغه ښځه وه، چې د سترې محکمې د ودانۍ په خوله کې یې یو ساتونکی ټپی کړی و، چې له هغې وروسته بیا د محکمې د امنیتي ساتونکیو له خوا ووژل شوه.

خو زینب څوک وه او ولې ووژل شوه؟ ایا هغې پر سترې محکمې د ځانمرګي برید نیت کړی و؟

د کابل د جنايي څېړونو رییس فریدون عبیدي له سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې زینب ترهګره نه وه او له هېڅ ډول ترهګریزې ډلې سره یې اړیکه نه لرله.

د عبیدي په خبره، زینب کورنۍ ستونزې لرلې او هغه یې پرته له پوښتنې مېړه ته ورکړې وه. د کابل د جنايي څېړونو رییس همدارانګه وايي، د زینب مېړه په پاکستان کې ژوند کولو او کورنۍ دې ته هم پاسپورټ او وېزه اخیستې وه، چې سر له سبا یې پاکستان ته ور ولېږي.

عبیدي زیاتوي، زینب د خپل ورور وسله چې دوه مرمۍ په کې وې؛ راخیستې وه او په لاسونو یې "الله" او "الله اکبر" لیکلي وو، چې پولیس پرې د ترهګرې فکر ونه کړي.

خو د عبیدي په نظر، زینب د یوې مذهبي کورنۍ غړې وه، چې په ځلونو ـ ځلونو یې د ځانوژنې هڅه کړې وه، خو بریالۍ شوې نه وه، بلاخره یې د بریدګرې په جامه کې په لوی لاس پر پولیسو ځان ووژلو.

عبیدي همدارنګه وايي، پولیسو د زینب پر وړاندې قانوني عمل کړی، چې د ترهګریز برید د مخنیوي په نیت یې هغه وژلې ده، خو دی له هر ډول ترهګریزې ډلې سره د زینب اړیکه په کلکه ردوي.

له بل لوري د عدلي طب د خدماتو معاون دل اقا محبوبي سلام وطندار ته وویل، چې د دې ښځې پر لاسونو "الله" او "الله اکبر" لیکل شوي وو، خو په نور وجود یې پرته له تازه زخمونو نه، د وسلو هېڅ ډول نښې نه وې.

د عدلي طب د خدماتو معاون وايي، چې د پېښې په مازدیګر مهال شمس الرحمان د زینب ورور، چې د هغې تذکره ورسره وه، راغی او د هغې جسد یې یووړ.

له دې هر څه سره ـ سره هماغه وخت د کورنیو چارو وزارت راپورونه خپاره کړي وو، چې زینب د سترې محکمې د برید پر تور وژل شوې؛ خو اوس ښکاره شوه، چې هغې له هېڅ ډول ترهګریزې ډلې سره اړیکه نه لرله.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام