له څلورو ورځو راهیسې کندهار ښار برېښنا نه لري

د کندهار ښاریان شکایت کوي، چې برېښنا نه لري او دې چارې له بېلابېلو ستونزو سره مخ کړي دي.

د دې ولایت اوسېدونکي له حکومته غواړي، چې ستونزې ته یې حل ولټوي.

د کندهار ښار څو تنو اوسېدونکو سلام وطندار ته وویل، چې له څلورو ورځو راهیسې په ښار برېښنا غوڅه شوې او خلک د ورځني ژوند په برخه کې له ستونزو سره مخ شوي دي.

دوی وايي، له یوې خوا هوا سړه شوې او له بلې خوا په ښار باندې برېښنا غوڅه شوې، چې د اوبو او اطلاعاتو په برخه کې له ستونزو سره دي.

په ورته وخت کې د کندهار ښار د برېښنا شرکت سوداګرۍ برخې مسوول امان الله ایوب فاروقي وايي، چې د خلکو په ستونزو خبر دي، خو د جګړو له امله د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې له کجکي د برېښنا راغځېدلی مزی پرې شوی او د سترو جنراټورونو تېل هم خلاص شوي، چې ښاریانو ته حراراتي برېښنا ورکړي.

فاروقي وايي، د مزو د بېرته تړلو په موخه یې سیمې ته له تېرو درېیو ورځو راهیسې مسلکي کسان ورلېږلي دي.

دی وايي، د برېښنا د مزو تړلو ستونزه ژر نه حل کېږي، ځکه چې په سیمه کې ګڼې امنیتي ستونزې موجودې دي.

امان الله ایوب فاروقي وايي، له مرکز څخه یې د جنراټورونو له پاره د تېلو غوښتنه کړې او هڅه کوي، چې د برېښنا په برخه کې د خلکو ستونزې حل کړي.

د چارواکو پر وینا، کندهار ښار یونیم سل میګاواټه برېښنا ته اړتیا لري، چي اوسمهال یوازې ۱۲ میګاواټه برېښنا له کجکي بند څخه تولیدیږي او یوه کمه اندازه د جنراټورونو حرارتي برېښنا ده، چې د برېښنا په برخه کې د کندهار ستونزه نه شي حل کولی. 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام