کندهار ته له پاکستانه ور ستانه شوي کډوال په دغه ولایت کې د خپل ناوړه ژوند څخه سخت شکایت کوي او وايي، چې څو ځله يې بیلا بیلو موسسو او د کډوالو او راستنیدونکو چارو ریاست نومونه ثبت کړي، خو تر اوسه له دوی سره د مرستې په اړه تر اوسه هیڅ اقدام نه دی شوی.
په دې وروستیو کې شاوخوا ۴زره افغان کډوال د سپین بولدک له لارې کندهار ته راستانه شوي دي.
د کوټي له پښتون اباد پنډغالي راغلې دوه کورنۍ وايي، د مرستي له پاره يې، چې هره خوا هڅې کړې نتیجه يې نه ده ورکړې.
دوی له دولت او د خیر ښیګڼې اړوند نادولتي موسسو غواړي چې لاسنیوی یې وکړي.
د کندهار د کډوالو چارو ریاست مسوولین هم مني، چې راستانه شوي کډوال له ډیرو ستونزو سره مخ دي، خو اړوند ریاست د مرستې له پاره هیڅ شی هم نه لري.
د کندهار د کډوالو او راستنیدونکو چارو ریاست یو مسوول محمد حسین ثبات سلام وطندار ته وویل، ریاست يې یوازې له خیرښیګڼې موسسو سره د کډوالو په سروې کې همکاري کوي، خو د مرستو چمتو کول او وېش د مرستندویه بنسټونو کار دی.
ثبات وايي، د دغو کډوالو ځیني کورنۍ د کندهار له لارې خپلو ولایتونو ته تللي او نور همدلته پاته دي.
څو ورځې وړاندې په تورخم کې د افغان او پاکستاني پوځيانو ترمنځ د نښتې له امله دواړو خواوو ته مالي او ځاني زیانونه واوښتل.
له هغه وروسته د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړيکې خړې پړې شوې او پاکستان هم پر افغانستان هلته د میشت افغان کډوالو له لارې فشارونه زیات کړل.
د پاکستان د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز ویلي، چې افغان کډوالو له امله پاکستان ناامنه شوې او دغه کډوال باید خپل هېواد ته ستانه شي.
له هغه وروسته په سلګونه افغان کډوال د پاکستاني پولیسو له خوا زندانونو ته اچول شوي او په بېلابېلو رسنيو کې د افغان کډوالو د ځورونې مسلسل راپورونه خپريږي.