له پاکستاني حکومت سره د افغان حکومت د سیاسي او هر اړخیزو اړیکو له خرابوالي وروسته اوس هره ورځ په سلګونو کورنۍ له هاغه هېواد نه خپل افغانستان ته راستنېږي.
تازه راستنېدونکې کورنۍ وايي، که په پاکستان کې له ډول ـ ډول ستونزو سره مخ وو؛ نو دلته هم بې ستونزو نه دي پاتي.
له پاکستانه راستون شوی امیر محمد وايي، چې په پاکستان کې ناڅاپي پولیسو ونیول او له مخې یې کډه رابار کړه، خو دلته په افغانستان کې د اوسېدو او سرپناه له پاره ځای نه لري.
د امیر محمد په خبره، شاوخوا پنځه لس ورځې کېږي، چې له پاکستانه راغلي؛ خو تر اوسه یې هېچا پوښتنه نه ده کړې، چې څوک دي او څه کوي.
په ورته وخت کې ویس احمد هم شکایت کوي، چې پاکستاني پولیسو به په تکلیفول، وخت ناوخت به یې د تالاشۍ له پاره کورونو ته ورننوتل، چې په دې کار سره به یې خپل عزت خوندي نه ګڼلو.
ویس احمد زیاتوي، چې له پاکستانه راشړل شوي او د کور ټول وسایل یې هلته پاتې، چې بېرته پسې تللی نه شي.
له پاکستانه راغلی شریف الله محمود هم ورته ګیله لري او وايي، چې له پاکستانه راشړل شوي، خو دلته یې هم څوک غږ نه اوري.
دوی له دولته د خوندي ژوند له پاره د سرپناه او کور غوښتنه کوي.
د راستنو شویو کورنیو څو تنې ښځې هم له خپل حالته شکایت کوي او وايي، چې د پاکستاني پولیسو د بد چلن له امله خپل وطن ته راوګرځېدلې؛ خو دلته په خېمو کې ژوند کوي.
بې بي امینه وايي، بېګا ته دومره څه نه لري، چې په دېګ کې یې واچوي.
دا له حکومته غواړي، چې د سرپناه ترڅنګ ورته د خوراک او څښاک غمه وخوري.
یوه بله مېرمنه، چې د نوم له اخیستلو ډډه کوي او وايي، خپل هېواد ته راستنېدلو وروسته یې څوک احوال نه اخلي او د اولادونو د نفقې په پار مجبوره ده، چې خیرات ټول کړي.
په همدې حال کې د کډوالو او راستنېدونکیو چارو وزارت چارواکي وايي، دوی له کډوالو سره تر خپلې اندازې مرسته کوي او هڅه کوي، چې خپلې مرستې له نورو لارو ډېرې کړي.
د دې وزارت د رسنیو سلاکار حفیظ احمد میاخېل وايي، چې په تېرو ۹ میاشتو کې له ۱۶ زرو نه ډېر افغان کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي او دا لړۍ لا هم روانه ده؛ خو دوی دومره امکانات نه لري، چې له ټولو سره مرسته وکړي.
د میاخېل په خبره، دوی هڅه کوي، چې کورنیو ته د ځمکو نومرې ورکړي، خو دا چاره یو څه وخت ته اړتیا لري.
د کډوالو او راستنېدونکیو چارو وزارت د رسنیو سلاکار زیاته کړه، په داسې کړنلاره کار کوي، چې ټولو کډوالو سره مساوي مرستې وشي او په په وینا یې په دې اړه د یو شمېر ملي او نړیوالو ادارو مرستې ته اړتیا لري.
د دولتي چارواکیو د معلوماتو له مخې، شاوخوا ۳ میلیونه افغان کډوال په پاکستان کې ژوند کوي، چې یو تقریباً یو میلیون یې د کډوالۍ کارتونه لري او پاتې نور یې بې مدرکه دي.