له ټول غور ولایته یوزرو ۶۰۳ داوطلبانو کانکور ورکړ

د غور د پوهنې رییس خلیل‌احمد مبارز وايي چې په‌دې ولایت کې د دولسم ټولګي فارغینو له ۴۵۹۶ تنو له ډلې یو زرو ۶۰۳ داوطلبانو په کانکور ازموینه کې ګډون وکړ.

د ښاغلي مبارز په وینا، د کانکور ګډونوالو له ډلې ۵۶۰ تنه يې ښځینه داوطلبانې وې.

د غور د پوهنې رییس زیاته کړه چې د تېرکال په پرتله سږکال په‌دغه ولایت کې د ښځینه‌وو ګډون کم شوی‌دی.

په ورته وخت کې د غور والي غلام‌ناصر خاضع او د کانکور ازموینې د اخېستلو پلاوي مشر روضت‌الله د کانکور پر رڼښت ټینګار کوي.

دغه راز، د یو خبر له‌مخې د غور ځايي مسوولان وايي چې ټاکل شوې، نن په‌دې ولایت کې د ملکي خدمتونو پوستونو له‌پاره ازموینه واخېستل شي.

د دوی په وینا، په‌دې ازموینې کې به ۲۴۰۰ کسان سیالي وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام