له هراته تر غزني د رایو ورکوونکیو د نوم‌لیکنې بهیر څنګه روان دی؟

د هرات ولایت د ټاکنو خپلواک کمېسیون ریس داود صدیق‌زاده وايي، د نوم لیکنې په مرکزونو کې ورځ تر بلې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو له‌پاره د خلکو د نوم لیکنې لړۍ پراخېږي.

که څه هم ښاغلي داود صدیق‌زاده د نوم لیکنې په مرکزونو کې د ثبت شویو کسانو شمېر په داګه نه کړ خو ویې ویل تراوسه پورې د نوم لیکنې ګډونوال یې ۴۰ سلنه ښځې او ۶۰ سلنه نارینه دي.

د هرات د ټاکنو خپلواک کمېسیون د معلوماتو له‌مخې، په دغه ولایت کې به د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو پرمهال ۴۶۲ د رایې ورکولو مرکزونه فعال وي.

بل‌خوا د فراه والي عبدالبصیر سالنګي پر پاکستان تور لګولی چې د افغانستان د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو له‌پاره خنډونه جوړوي.

ښاغلي سالنګي د فراه ولایت په اوسېدونکیوغږ وکړ چې د پاکستان او نورو ګاونډيو هېوادونو لاسوهنې ته تسلیم نه‌شي او په ټاکنو کې پراخ ګډون وکړي.

دغه‌راز د غزني ولایت د یوشمېر ناامنو سیمو اوسېدونکیو د ټاکنو کمېسیون دروازې مخې ته د اعتراض خیمې درولي. اعتراض کوونکي له حکومته غواړي چې په غزني ولایت کې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې حوزوي کړي.

اعتراض کوونکي وايي، د ولسوالیو تړلي مرکزونه دې ورته پرانیستل شي او دغه‌راز دې د ټاکنو په ولایتي دفتر کې ګومارنې رڼې او د نوم لیکنې بهیر دې وغځول شي.

په‌دې اړه مو په غزني کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ولایتي دفتر سره اړیکه ونیوله، خو ځواب مو ترلاسه نه کړ.

اخوا د بامیانو ولایت د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییس علي شاه مصباح وایي د نوم لیکنې په ۳۲ مرکزونو کې ۷ زرو کسانو نوم لیکنه کړې خو په دغه ولایت کې لویه ستونزه دا ده چې زیات شمېر کسان پېژندپاڼې نه لري.

ورته وخت کې په لوګر کې هم د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو د نوم لیکنې بهیر له‌پاره جدي امنیتي تدابیر نیول شوي دي او د نوم لیکنې ټول مرکزونه پرانیستي دي

په دې اړه د لوګر امنیې قوماندان لوي پاسوال عصمت الله علیزي وویل، اوسمهال د لوګر په مرکز پل علم کې د نوم لیکنې لړۍ پيل شوې او دغه لړۍ به ولسوالیو او کلیو ته هم له ټينګ امنیت لاندې ولېږدول شي.

بل‌خوا د لوګر والي محمد انورخان اسحاق‌زي د لوګر له اوسېدونکیو وغوښتل چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو له‌پاره نوم لیکنه وکړي.

ښاغلي اسحاق‌زي پر دیني عالمانو، قومي مشرانو او مدني ټولنو غږ وکړ چې د ټاکنو له‌پاره خلک راوبولي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د وري په پنځه ویشتمه نېټه د ولایتونو په مرکزونو کې د نوم لیکنې بهیر پیل کړ چې له هغه وروسته به یې دویم او درېیم پړاوونه په ولسوالیو او کلیو کې ترسره کېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام