د عدلیې وزیر عبدالبصیر انور نن په کابل کې خبري غونډې ته وویل چې سږ کال د قانون ماتونکیو ماشومانو شمېر ۲۰ سلنه کم شویدی. دی وايي دا ماشومان ۱۶ او ۱۷ کاله عمرونه لري چې دا سلنه یې په درېیوو کلونو راکمه شوې.
د ښاغلي انور په وینا، له ۱۳۹۳ کال راهیسې ۱۰ زره او ۶۹۹ ماشومان د دغه وزارت اصلاح او روزنې مرکزونو کې روزل شويدي.
دعدالیې وزیر وایي چې یوازې سږ کال د دې وزارت د اصلاح اوروزنې مرکزونو کې نږدې ۷۸۴ ماشومان روزل شويدي.
د عدلیی وزیر همدارانګه زیاته کړه، د ماشومانو اصلاح اوروزنې مرکزونو کې د عامې روغتیا، پوهنې او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو په مرسته روغتیایي، زدهکړو او روزنیز خدمتونه په وړیا ډول وړاندې کېږي.
د عدلیې وزیر دا هم وویل چې تراوسه په کابل، هرات، فراه، هلمند، سمنګانو، خوست، بلخ، ننګرهار، کندهار او میدان وردګو ولایتونو کې د ماشومانو اصلاح اوروزنې مرکزونو ته ۱۰ دولتي ودانۍ جوړې شوي او ټاکل شوې ډېر ژر ۳ نور مرکزونه په بامیانو پکتیا او بدخشان ولایتونو کې هم جوړ شي.