د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د سکاټلینډ پر وړاندې د (انټرکانټینینټل) جام لومړۍ سیالۍ په مساوي توګه پای ته ورسوله.
لوبډله نن د کرکټ بورډ د اعلان او د دې ادارې د چارواکو د هرکلي پرته هېواد ته په معمولي هرکلي سره حامد کرزي نړېوال هوایي ډګر ته راستنه شوه.
د یادونې وړ ده، چې د کرکټ ملي لوبډلې هرکلي ته نه خو د کرکټ بورډ یو لوړ پوړې چارواکی ورغلی وو او نن یې هم کابل ته تر راستنېدو د لوبډلې په اړه کوم خبر هم خپور کړ.
د کرکټ نړېوالې شورا (اې، سي، سي) له خوا ټیسټ سیالیو ته د لارې موندنې په موخه د (انټرکانټینینټل) جام سیالیو په لومړۍ لوبه کې افغانستان د سکاټلینډ خلاف لوبه کې چې د باران ښکار هم وه د ۲۰ امتیازونو څخه یواځې ۷ امتیازونه ترلاسه کړل او ۱۳ یی کوربه لوبډلې ته وبایلل.
په سیالۍ کی دافغانستان له پاره یواځینې لوبغاړې آل راونډر سمیع الله شینواری وو، چې یو ځل بیا د سکاټلینډیانو د سترګو اغزی وو.
نوموړي د زیاتو ۳ لوبغاړو سوځولو وروسته بیټ په لاس کی واخیست او د ټولو لوبغاړو سوځیدو سره سره یی حوصله ونه بایلله، چې په ۵۱ منډو نا سوځیدلی پاتې شو او د افغانستان د ناکامۍ سره سره د لوبې غوره لوبغاړې اعلان شو.
سکاټلینډ سره د یواځینۍ څلور ورځنۍ سیالۍ وړاندې افغان کرکټ ملي لوبډلې په انګلستان کې د ۲ اونیو تمرینات هم ترسره کړل، چې پکې یې ۳ تمریني سیالۍ هم ترسره کړې.
ټاکل شوې ده، چې افغان کرکټ ملي لوبډله د روانې میاشتې په وروستیو کې یو ځل بیا اروپا ته سفر وکړي.
افغانستان به دا ځل د ایرلینډ او سکاټلینډ په کوربتوب کیدونکو د ۲۰۱۶ م زېږدیز کال ۲۰ اوریزه کرکټ نړېوال جام ټاکنیز پړاو لوبو کې ګډون وکړي، چې ټاکل شوې ده د راتلونکې (جولای) میاشتې په ۹ مه نیټه په رسمي توګه پیل شي.