له سي‌بي‌اېس سره د طالبانو مرکه؛ یا په حکومت کې ونډه اخلو یا افغانستان نیسو

د طالب ډلې د مرکچي پلاوي یوه مهم غړي سي‌بي‌اېس شبکې ته ویلي چې د افغانستان اوسنی نظام په بشپړ ډول «فاسد او کمزوری» دی او د محمداشرف غني حکومت له ډوبېدونکې کښتې سره د اېتلافي حکومت جوړول به طالبان هم ډوب کړي.

د طالبانو دغه غړی وايي: «اوس د طالبانو وار دی. د افغانستان نظام له درې تر پنځو کلونو پورې طالبانو ته پرېږدئ. طالبان له نړیوالې ټولنې، په تېره متحده ایالاتو سره همکاري کوي. موږ ثابتوو، څنګه چې سخت دښمنان وو، په راتلونکي کې به ښه او د باور وړ همکاران یو

د طالبانو د مرکچي پلاوي مرستیال عباس ستانکزي له سي‌بي‌اېس سره په یوه ځانګړې مرکه کې ټینګار کړی چې «نړیواله ټولنه باید غوسه نه وي.» هغه ویلي: «په افغانستان کې له طالبانو سره د یوه مشروع سیاسي بنسټ په توګه چلن سره به موږ دا ځل ښه را څرګند شو او د نړیوالو قوانینو پر وړاندې به ډېر مسوول واوسو

د طالبانو د مرکچي پلاوي یوه غړي چې نه غواړي نوم یې یاد شي، ویلي چې د طالبانو مخکینی نظام ـ چې په ۲۰۰۱ کال کې پر افغانستان د برید له کبله له منځه ولاړ ـ تجربه نه لرله او همدا لامل و چې د نړیوالو هېوادونو له لوري و نه منل شو او له کبله یې د نړیوالې ټولنې او دې ډلې ترمنځ واټن رامنځته شو.

د طالبانو یوه بل غړي هم ویلي چې دې ډلې ته باید په نظام کې ګټوره ونډه ورکړل شي. هغه د طالبانو لپاره د پنځو مهمو وزارتونو غوښتنه کړې او زیاته کړې یې ده چې طالب وسله‌وال دې د ملي امنیت په چوکاټ کې مدغم شي او ټول باید د یوه اسلامي دولت په چوکاټ کې وي.

نوموړي په دې مرکه کې ویلي چې طالب ډله اوس په حکومت کې د ښځو د کار مخالفت نه کوي او دغه راز به مذهبي ډلو او لږکیو ته هم په حکومت کې رول ورکړي.

طالبانو ټينګار کړی چې دوی ښځې د لومړۍ وزيرې او د سترې محکمې د غړيو په توګه نه مني. د سولې خبرو له پيلېدو سره هم مهاله افغانو ښځو اعتراض هم وکړ چې په دې خبرو کې به يې لاسته راوړنې خوندي نه‌شي.

د طالبانو د مذاکره‌کوونکي پلاوي غړي سي‌بي‌اس شبکې ته ويلي: « طالبان په افغانستان کې يو واقعيت دی. يوازې طالبان کولای شي دا جګړه پای ته ورسوي او افغانستان کې ثبات راولي. طالبان له جګړې ستومانه شوي؛ خو د ۲۰ کلونو قربانۍ به يې بې‌ځايه لاړې نه‌شي. طالبان به بې پايلې ډګر خوشې نه‌کړي.»

طالب مذاکره‌کوونکي په دې مرکه کې ټينګار کړی:« اوس مهال د امريکا او افغانستان حکومت د B  طرحه نه لري او يوازې طالبان دي چې A او B طرحې لري، « A طرحه مو سياسي حل لار يعنې سوله وکړو  او B طرحه مو په امنيتي ځواکونو د افغانستان نيول دي. که چېرې خبرې بن‌بست سره مخ شي، امريکا يوازې څو انتخابه لري. که چېرې طالبان د مذاکرې مېز خوشې کړي او افغانستان کې د افغانانو او د ماتړو پر وړاندې يې جګړې ته دوام ورکړي، نو د امريکا نظامي قومندانان به د امريکا له ولسمشر نه وغواړي چې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو پروسه ودروي.

د طالبانو يوه پخواني وزير ويلي:« په اوسني وضعيت کې طالبان برلاسي دي او موږ نه پوهېږو چې څنګه دا وضعيت د طالبانو په ګټه راوڅرخوو.»

د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي د سي‌بي‌اس راپور په غبرګون کې ويلي چې د طالبانو له لوري دغه ډول څرګندونې يو خيال دی او د سولې پروسې روحيه زيانمنوي چې ناهیلې کوونکې ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام