له راشدخان ارمان نه ډېرې نا اورېدلې واورئ

د کرېکټ نړۍ اوسنی مشهور او د ۲۰ اوریزه لوبو لومړی مقام لرونکی په ګوګلي ماسټر مشهور لیګ سپڼر بالر راشدخان ارمان د افغانستان کرېکټ بورډ سره په مرکه کې د زړه خبرې کړې دي.

دغه مرکه د افغان کرېکټ بورډ په دوه میاشتنۍ مجله کې خپره شوې ده. نوموړي ډېرې نا ویل شوې خبرې راسپړلي دي.

ارمان د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي مسلکي کرېکټ ته له راتګ وړاندې د لوبډلې اوپنر بېټسمین، کپتان او هم د اوسني سپنر بالر په ځای تېز بالر وو.

راشد خان په مرکه کې وایي، که د کرېکټ لوبغاړی نه وی؛ بیا به یې طب لوست. ځکه چې د مور یې دا ریشته خوښېده او دی هم ورته لېواله و.

راشد وایي، په خوړو کې یې ماهي خوښیږي، په مېوو کې یې کیله او ځمکنی توت یا سټرابري، په رنګونو کې یې تور، ژیړ او سور د خوښې رنګونه دي.

د راشدخان په وینا، هغه څوک یې نه خوښیږي چې دروغ وایي او د مشرانو قدر نه‌کوي خو نیت او ښه اخلاق یې ډېر خوښیږي.

دغه مشهور لوبغاړي په خپله مرکه کې ویلي، کله چې په سفر کې وي نو د ټولې کورنۍ ترڅنګ په ځانګړې توګه  خپله ورېره وفا نوې پسې ډېر خفه کېږي؛ خو هڅه کوي چې کورنۍ ته ډېر وخت ورکړي.

د نوموړي په وینا، د لومړي ځل له‌پاره یې کرېکټ په خپل کلي (بټي کوټ) کې وکړ او لومړی بال یې خپل ورور ته کړی و، کله یې چې کرېکټ په تلویزیون کاته نو شاهد افریدي او انیل کمبلی یې د خوښي لوبغاړي وو.

لیګ سپنر وایي، کله چې له لوبډلو سره په سفر نه‌وي نو د خوراک او صحت خیال ساتل اسانه نه وي؛ له همدې کبله د ورځي ۲ ساعته تمرینات (جیم) کوي.

راشدخان وایي، هر لوبغاړی په زړه ارمانونه لري دا چې د ده ارمانونه دومره ژر پوره شول اصلا یې فکر نه‌وکړی. وايي، دا هرڅه د مور او پلار د دوعاګانو او محنت له برکته وو.

هغه وایي، اوس چې دومره مشهور شوی، نو د کورنۍ پیغام یې ورته دا دی چې خپل خوی او اخلاق نه باید بدل کړي او زیاتوي، ویاړي چې د افغانستان نوم سره یې نوم یادیږي.

کیسه کا، چې د ملي لوبډلې له ټولو لوبغاړو سره په سفر کې خوشحاله وي او که هر څومره تنګ هم شي په ځان فشار راوړي او خپلو مینه‌والو ته وخت ورکوي ترې هیله کوي د ده او د افغانستان د کرېکټ د بریاوو له‌پاره دوعاګانې وکړي.

راشد‌خان وایي، اوس چې په نړۍواله کچه مشهور او مسلکي کرېکټ لوبغاړی دی نو په ناسته پاسته، تګ راتګ او خوراک څښاک کې یې ډېر بدلونونه راغلي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام