له جنګه د تښتېدلو افغان او سوري کډوالو ترمنځ فزيکي شخړه شوې

راپورونه وايي، چې نن شنبه (۱۹ سپټمبر) ماسپښين مهال له جنګه تښتېدلو افغان او سوري کډوالو ترمنځ په کرواسيا کې قوي فزيکي شخړه شوې، چې له امله يې دواړو خواوو ته ځاني زيان اوښتی دی.

کله چې ریل ګاډی تم ځای ته د کډوالو د لېږد له پاره رسېدلی، نو دواړو خواو ترمنځ ریل ته د ختلو پر مهال شخړه رامنځ ته شوې.

د بريټانيا ډیلي مېل ورځپانه وايي، چې د " مانسټر ټرین" په نوم تم ځای کې دغو کډوالو د یو بل ډبولو له پاره له شيشه يي بوتلو، تېږو او لرګو څخه کار اخیسته.

د افغان او سوري کډوالو د خلاصون له پاره سيمه ییز پولیسو مداخله کړې او یو شمېر يې په برقي ډنډو هم وهلي دي.

په راپور کې د ټپيانو د کره شمېرې په اړه څه نه دي ویل شوي.

له دې وړاندې د اروپا د بهرنيو چارو وزیر کډوالو ته ویلي وو، چې د جرمني او نورو اروپايي هېوادونو په اړه مو چې څه اوريدلي باور پرې مه کوئ.

د هنګري صدر اعظم وویل، چې د کډوالو د انتقال پروسه به ډېر ژر پای ته ورسيږي.

د ملګرو ملتونو د راپور پر بنسټ  تراوسه ۲۲ میليونه ګډوال له سوریې کډه شوي، چې ورځ تر بلې یې شمېر په ډېرېدو دي.

دغه سوري کډوال د اروپايي هېوادونو په ګډون ترکیې، اردن، عراق او مصر ته کډه شوي، چې تر ټولو ډېر يې بیا ګاونډي هېواد لبنان ته تللي دي.

ملګرو ملتونو سازمان په ۲۰۱۴ م ز کې د سوري کډوالو له پاره له نړیوالو مرسته کوونکو د ۴،۲ میلیارده ډالرو مرستې غوښتنه کړې وه.

یاده دې وي، چې له دې وړاندې د ناروې سازمان ومنله، چې ۲۰۱۷ م ز کاله پورې ۸ زره سوري کډوالو ته ځای ورکړي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام