له ایرانه د افغان کډوالو په زوره اېستلو په اړه اندېښنې

په هرات کې د کرونا ویروس له خپرېدو وروسته اسلام‌کلا ته د ایران له خوا په زوره د افغان کډوالو را اړولو د هرات د ځايي مسوولانو اندېښنې راپورته کړې دي.

د هرات د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو رییس جاوېد نادم سلام‌وطندار ته ویلي، ایراني دولت د ورځې له ۵ سوو نه تر ۷ سوو او ان زرو پورې افغانان د اسلام‌کلا له لارې افغانستان ته راګرځوي.

د هغه په وینا، د دغو راګرځول شویو کډوالو ترمنځ ماشومان، بې‌سرپرسته ښځې، روږدي کسان او سپین‌ږیري هم شته چې په زوره خپل هېواد ته راګرځول شوي دي.

د هرات د ولایتي شورا مرستیال توریالی طاهري هم د کرونا ویروس په خپرېدو سره د افغانانو اجباري اېستو څخه اندېښنه ښيي او وايي، ایران دولت یوازې یوه شپه کې  یو زر او ۲ سوه افغان کډوال د اسلام‌کلا پولې ته راګرځولي دي.

په همدې حال کې د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي، د افغان کډوالو د را اېستلو په تړاو د ځايي مسوولانو او افغانانو له اندېښنو وروسته له ایراني لوري سره هوکړه شوې چې د افغان کډوالو د را ګرځولو کچه کمه کړي.

د هغه په وینا، د دې تر څنګ په هرات کې د کرونا ویروس له خپرېدو د مخنیوي په موخه په اسلام‌کلا کې پر ځینو محدودیتونه هم کار کوي.

په ورته وخت کې د هرات د عامې روغتیا ریاست مسوولان د مسافرانو پر مخ د اسلام‌کلا لارې د پرانستلو په اړه اندېښنه ښيي او وايي، په یاده سیمه کې د کرونا د تشخیص اېښودل شوې دستګاوې لازم کار نه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه په هرات کې د کرونا ویروس یوازې یوه مثبته پېښه شوې ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام