دامریکا متحده ايالاتو نوی دفاع وزیر کابل ته له ناڅاپي راتګ وروسته ولسمشر غني سره په یوې ګډې خبري ناسته کې راڅرګند شو.
د امريکا د دفاع وزيرشتون کارټر وویل، چې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو په وتلو، سپينه ماڼۍ باید له سره غور وکړي.
شتون کارټر زياته کړه، چې یو باثباته او پرمختللی افغانستان د امريکا د کارونو په لومړيتوب کې ځای لري.
نوموړي و ویل: « باید له افغانستانه د امريکايي ځواکونو وتلو پر پلان له سره کتنه وشي او مونږ يوازې له افغانستانه خپلو ځواکونو په وتلو نه بلکې د دغه هېواد لپاره پراخ فکر لرو.»
د امریکا د فاع وزیر دا هم وویل، چې دوی په افغانستان کې اوس مهال له افغان ځواکونوغوڅ ملاتړ، ښوونه او روزنه او ترهګرۍ سره مبارزې ته دوام ورکوي.
نوموړي وویل، په راتلونکې میاشت کې دوی د ولسمشر اشرف غني او اجرایه رییس سفر ته په تمه دي، چې د اوباما سره مخامخ خبرو کې په افغانستان کې د امریکايي پوځيانو شمیر او ماموریت څرنګوالی روښانه شي.
« دا په دې مانا ده، چې اوس فرصت رارسیدلی د پوځيانو په وتو زمان بندي وکړو او ډاډ حاصل کړو چې کافي امکانات لري اوکنه؛ مونږ باید زیات په افغانستان کې، خپلو پوځيانو ته پام وکړو، ځکه د امریکا ژمنې به په تجهزاتو او نورو برخو کې دوام ولري، څو سیاسي، اقتصادي، امنیتي او فرهنګي ژورې اړیکې په بر کې ونیسي. »
د نن ورځې په دې ګډه خبري ناسته کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني وویل، چې په تېرو کلونو کې د افغانستان وسله والو ځواکونو ډيرې قربانۍ ورکړي او پایله يي هم همدا وه، چې اوس مهال افغانان امنيتي ابتکار او نوښت په خپل لاس کې لري.
نوموړي زياته کړه، چې تروریزم د امريکا او افغانستان ګډ دښمن دی او د دغې ناوړې پديدې سره مبارزه منځمهاله او اوږدمهاله مبارزې او مرستې ته اړتيا لري.
« زمونږ يواځينۍ هيله يو باثباته او پرمختللی افغانستان دی، افغانانو دا پریکړه کړې، چې د يو تضادي نقطې څخه ووځي او د نړۍ په یو اتصالي نقطه بدله شي.»
غني وویل، اوسمهال امريکايي ځواکونه په افغانستان کې جنګي ماموریت نه لري او ډیرو جنګي سرتېرو يې افغانستان پرېښی.
« د افغانستان ساتنې لپاره د افغان ځواکونو له لوري قرباني ورکول د دوی وظیفه وه؛ خو امريکايي ځواکونو او نورو نړېوالو ځواکونو مننه په دې کوو، چې دوی د میلمه په صفت د افغانستان د ساتنې په موخه قرباني ورکړې.»
خبري ناستې ته غني دا هم وویل، چې کابل ته د امریکايي پلاوي سره یې هر اړخیز بحثونه کړي دي، چې راتلونکې میاشت د امریکا له سفر راګرځېدو وروسته به یې پایلې له خلکو سره شریکې کړي.
غني زیاته کړه امریکا ته د سفر پرمهال به د اوباما سره پر دې خبرې وکړي، چې د نوي اړیکو فصل باید څرګند او روښانه تعریف شي.
له دې وړاندې د امريکا پوځي مشرانو وړاندیز کړی و، چې د ۲۰۱۴ کال له ډسمبر میاشت وروسته په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو د ماموریت له ختمیدو سره دې یا په دې هیواد کې ۱۰ زره امریکایي سرتیري پاتې شي او یا خو دې ټول سرتیري دغه هیواد پریږدي.
دغه وړانديز په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ناټو د ځواکونو مشر جنرال جوزف ډانفورډ له خوا شوې وه.
خو بيا د افغان حکومت وړانديز وکړ، چې باید د امريکايي ځواکونو د وتلو پر مسله له سره غور وشي او متحده ایالات دې خپلو پوځيانو د وتلو پلان د افغانستان اوسني حالاتو ته په کتو سره جوړ کړي.
افغان ولسمشر اشرف غني د ۲۰۱۵ زیږدیز کال د جنورۍ میاشت په ۴ نېټه د امريکا (سي، بي، ایس) ټلویزیون سره د یوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وویل، چې د ۲۰۱۶ کال تر پایه له افغانستانه د ټولو امريکايي ځواکونو وتلو ضرب الاجل ټاکل به له وخته وړاندې وي او دغه مسله بیا کتنې ته ضرورت لري.
بارک اوباما پرېکړه کړې وه، چې د ۲۰۱۶ کال ترپایه به په افغانستان کې شاوخوا ۱۰ زره امريکايي پوځيان پاتې شي.
له ۲۰۱۴ کال وړاندې په افغانستان کې نږدې ۴۰۰ زره امریکايي او شاوخوا۲۰۰ زره نور بهرني سرتیري میشت و، چې د ټاکلي مهال ویش له مخې باید د تېر ۲۰۱۴ کال ترپایه له افغانستانه وتلی وی.
خو بیا په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونو قوماندان جوزف ډانفر په دغه مهال ویش کې د بدلون وړاندیز وشو چې د سپینې ماڼۍ د تایید وړ وګرځېد