له اسپانوي کلپ پرته د چمپینزلیګ فاینل لوبه

لیورپول د بارسلونا فوټبال کلپ په ماتولو د چمپینزلیګ فاینل ته لاره پيدا کړه او د ۶ کلونو وروسته به یو ځل بیا کومه اسپانوۍ لوبډله د دې جام په فاینل لوبه کې ونه لوبېږي.

انګلستاني فوټبال کلپ ـ چې د اروپا فوټبال کلپونو اتلولۍ لیګ په لومړۍ (تګ) پړاو سیمي فاینل لوبه کې ماتې خوړلې وه ـ په (راتګ) پړاو لوبه کې یی ستره بریا خپله کړه.

لیورپول فوټبال کلپ د ګولونو څخه په ډکه لوبه کې ۴ د صفر ګول پر وړاندې اسپانوي کلپ بارسلونا ته ماتې ورکړه او د ګولونو په تفاوت یې فاینل ته لاره پیدا کړه.

لیورپول د ریال ماډریډ، میلان او بایرن مونیخ وروسته ـ چې زیات ۱۶، ۱۱ او ۱۰ ځلې د یورپین کپ او یا چمپینزلیګ پای‌لوبې ته رسېدلی ـ څلورمه لوبډله شوه چې د ۹م ځل له‌پاره د دې سیالیو فاینل ته لاره پیدا کوي.

د یادونې وړ ده چې بارسلونا فوټبال کلپ په (تګ) پړاو سیمي فاینل لوبه کې ۳ د صفر ګول پر وړاندې لیورپول فوټبال لوبډلې ته ماتې ورکړې‌وه چې له کوم انګلستاني فوټبال کلپ خلاف په اروپایي جام سیالیو کې د بارسلونا فوټبال کلپ له‌پاره تر ټولو ستره ماتې وشمېرل شوه.

په ټولیزه توګه د ۲ تګ او راتګ پړاو سیمي فاینل لوبو وروسته لیورپول ۴ د ۳ ګولونو په‌واسطه د سر په سر دویم ځل له‌پاره د اروپا فوټبال کلپونو اتلولۍ لیګ پای‌لوبې ته لاره پیدا کړه.

دغه راز دا بیا سر په سر دویم کال شو چې بارسلونا فوټبال کلپ لومړۍ سیمي فاینل لوبه کې د ۳ ګولونو مخکیوالي سره ـ سره په ورپسې لوبه کې ماته خوري او په وروستیو ۴ کلونو کې د درېیم ځل له‌پاره په سیمي فاینل کې رخصت شوه.

د لیورپول فوټبال کلپ روزونکي کلوپ بارسلونا ته په انګلستان کې ستره ماتې ورکول او د دې لوبډلې ناک‌اوټول د خپل کلپ ستره پایله یاده کړې‌ده.

انګلستاني کلپ لیورپول د وروستي ځل له‌پاره ۱۴ کاله وړاندې په ۲۰۰۵ کال کې د ترکیې په استنبول کې د اروپا فوټبال کلپونو اتلولي ګټلې ده او سږ کال به د ۶مې اتلولۍ ګټلو هڅه کوي.

د سږ کال اروپا چمپینزلیګ پای‌لوبه به د راتلونکې جون میاشتې په لومړۍ نېټه د اسپانیي په کوربه‌توب په ماډریډ ښار کې ترسره شي چې په‌کې د ۶ کلونو وروسته د لومړي ځل له‌پاره کومه اسپانوۍ لوبډله نه وي موجوده.

د روانو اروپا چمپینزلیګ د راتګ پړاو دویمه (سیمي فاینل) لوبه نن د هالیندي اژاکس او انګلستاني ټاټینهام فوټبال کلپونو ترمنځ کېږي چې یوه لوبډله به ترې د لیورپول خلاف (ُفاینل) کې د لوبېدلو ټکټ کره کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام