لسګونو فراه‌والو د پولیسو له لوري د یو موټروان د وژل‌کېدا په غبرګون لاریون وکړ

لاریونوال ادعا کوي چې موټروان نن سهار د فراه ولایت په لوري روان و چې د لویې لارې ۵۱۷ پولیسو ته د باج د نه ورکولو له امله پرې ډزې وشوې او ووژل شو.  

لاریونوالو چې د وژل شوي موټروان جسد یې له ځان سره لېږدولو، د ولایت مقام ودانۍ ته راغلل او د عاملانو د نیول کېدلو غوښتنه یې وکړه.

د وژل شوي شخص کورنۍ وايي چې موټروان له فراه‌‌رود نه د فراه ولایت مرکز ته په لاره و چې ووژل شو.

دا اعتراض‌ګر وايي، که د دې پېښې عاملان محاکمه نه‌شي؛ کرار به کې‌نه‌ني.

په ورته وخت کې د فراه والي عبدالبصیر سالنګي لاریونوالو ته ډاډ ورکوي چې د دې پېښې عاملان به ونیول شي او محاکمه به شي.

دا لومړی ځل نه‌دی چې د دې لارې موټروان د پولیسو له لوري د باج د نه ورکولو پرمهال وژل کېږي، بلکې د فراه اوسېدونکی وايي، چې په دوو کالو کې دا پنځم موټروان دی چې په ورته قضیه خپل ژوند له لاسه ورکوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام