د لاهه نړیوالې کیفري محکمې په افغانستان کې د جنګي جنایتونو د څېړلو حکم صادر کړ.
د دې محکمې د حکم له مخې به په افغانستان کې له ۲۰۰۳ کال راهیسې د طالبانو، افغان حکومت او امریکايي ځواکونو جنګي تېروتنې ارزول کېږي.
دا څېړنې د مدافع وکیلي فاټو بنزودا د غوښتنې له مخې کېږي چې د جنګي جرمونو د علني څېړنې غوښتنه یې کوله، ترسره کېږي.
د بنزودا له غوښتنې وروسته د ۲۰۱۸ کال په جنوري میاشت کې له قربانیانو غوښتل شوي و چې په مستقیم ډول د دغه بنسټ پوښتنلیکونه ځواب کړي، خو ابتدایه محکمې د دغې څېړنې پیلول رد کړي و.
امریکا تر اوسه د دې محکمې غړیتوب نه دی اخیستی او دا د دغه هېواد د اوسېدونکیو په اړه د څېړنو د واک لپاره خنډونه جوړولی شي.
یادې محکمې ته په شویو ادعاوو کې طالبان د بشریت پر وړاندې پر جنایت کولو، امریکايي ځواکونه او د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې کارکوونکي د جنسي ځورونې او شکنجې په ګډون پر ناسم چلند او افغان ځواکونه هم پر جنګي جرمونو تورن شوي دي.
د دغې محکمې د قاضیانو د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د جنګي جرمونو په اړه د ۷۰۰ قربانیانو له لوري د شویو شکایتونو له ډلې، ۶۸۰ یې په دې اړه د رسمي څېړنو د پیلولو هرکلی کړی دی.