د روزګان ولايت اوسېدونکو د کندهار ـ روزګان او ولسوالیو ته غځېدلو لارو کې د ناامنیو زیاتېدو په غبرګون کې اعتراض کړی.
اعتراض کوونکي چې شمېر یې سلګونو کسانو ته رسېږي د کندهار – روزګان لویېلارې او د دغه ولایت ځینې ولسوالیو ته د غځېدلو لارو چې د ناامنیو له کبله تړل شوي، د پرانیستو غوښتنه کوي چې له کبله يې د خوراکي او نورو توکيو بيې لوړې شوې دي.
لاريونوالو د ياد ولايت د مقام دروازه هم تړلې او وايي تر هغو به اعتراض ته دوام ورکړي چې غږ یې نه وي اورېدل شوی.
اعتراض کوونکي له وسلهوالو هم غواړي چې لارې ورته پرانيزي.
د روزګان مسوولانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.