قدیر: پاکستان غواړي افغان حکومت، له بلوڅو او ازادي غوښتونکو پښتنو سره په جنګ واچوي

د ولسي جرګې لومړی مرستیال، د پاکستان سره د استخباراتي اطلاعاتو د شریکولو طرحه د ملي یووالي حکومت او د ازادي غوښتونکو او بلوڅانو د جنګ اچولو په مانا بولي.

ظاهر قدیر د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې زیاته کړه، چې د بلوڅانو او پښتنو سره له پاکستان نه د ازادۍ اخیستلو پر سر جګړه؛ د ډيورڼد کرښې د رسمي لاسلیک مانا لري.

قدیر همداراز وویل، چې له بېلتون غوښتونکو سره جګړه هغه مسله ده، چې نه تصورېدونکې ناوړې پایلې لرلی شي.

دی وايي، د دې هوکړې له مخې پاکستان غواړي چې پښتانه او بلوڅان په غیر ضروري جګړو کې ښکېل کړي.

ظاهر قدیر وویل، افغانستان بېلتون غوښتونکي ډلې او خوځښتونه نه لري او په دې کار سره پاکستان غواړي، چې افغانستان د پاکستان له بېلتون غوښتونکو ډلو او خوځښتونو سره په جګړه کې ښکېل کړي.

افغان دولت په وروستیو څرګندونو کې د دغې استخباراتي طرحې په اړه وویل، چې منل یې د افغانستان د ملي ارزښتونو پرخلاف، د ډیورنډ کرښې د منلو او له پاکستان سره د پټو او محرمو معلوماتو د شریکولو مانا نه لري.

غني د تېرې پنجشنبې پر ورځ له قومي مخورو او مشرانو سره په خبرو کې ویلي وو، چې دا یواځې مسوده ده او پر هغو مسایلو به له سره د اصلا غور کوي، چې د افغانستان د ملي ګټو پر خلاف وي.

د ولسمشر غني په خبره، د نواز شریف د وروستي سفر پر مهال یې له هغه سره د امنیتي ستونزو پر هواري خبرې کړي دي.

غني ویلي، چې نواز شریف سره یې په دې ټینګار کړی دی، چې په هر حال کې به د وسله والو ځالې له منځه وړي او د مالي ملاتړ مخه به یې نيسي.

دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر غني تېره ورځ د (می په ۲۲مه) د افغانستان لپاره د تماس په نړیواله غونډه کې د سولې په تړوا لومړی د افغانستان او پاکستان ترمنځ او بیا له وسله والو مخالفینو سره د سولې پر سر ټینګار وکړ.

افغان ولسمشر زیاته کړه، دی د پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف له دې وینا چې د پاکستان له خاورې به هیچا ته د افغانستان پر ضد د کار اخیستو اجازه نه ورکوي؛ ډېر خوشاله شوی، خو ده ټینګار وکړ، چې پاکستان باید خپله دا ژمنه عملي کړي.

غني د پاکستاني چارواکو له خوا له وسله والو سره د مرستو په اړه د کړو څرګندونو په تړوا وویل، "تر اوسه له موږ سره نا اعلان شوې دښمني روانه وه، چې زموږ پاکستاني همکارانو پرې اعتراف هم کړی دی."

پخواني ولسمشر حامد کرزي د حکومت په تېرو ۱۳ کلونو کې له وسله والو مخالفینو او پاکستان سره د بېلابېلو دیپلوماتیکو لارو چارو له لارې د افغان سولې د راوستلو لپاره خورا زیاتې، خو بې پایلو هلې ځلې وکړې.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام