د افغانستان د ازادو او رڼو ټاکنو بنسټ یا فیفا د ټاکنو له خپلواک کمېسیون نه غواړي چې د کابل ترڅنګ دې د کندوز رایې هم بیا وشمېرل شي.
د فیفا اجرایوي رییس یوسف رشید نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، یوشمېر نوماندان ادعا لري چې په کندوز کې په لوی لاس د رایو شمېرنې مرکز کې د نوماندانو رایې کمې یا زیاتې شوې دي.
نوموړی وايي، د فیفا ارزونې ښيي چې په کندوز او کابل ولایتونو کې د رایو شمېرنې پایلې سره یو ډول نهدي او کمېسیون باید د روڼوالي لهپاره د یادو ولایتونو رایې له سره وشمېري.
فیفا له ټاکنیزو کمېسیونونو غواړي چې د نوماندانو څارونکو ته اجازه ورکړي چې د څارونکو بنسټونو ترڅنګ، د شکایتونو د څېړلو، د رایو تفتېش او بیاشمېرلو ټول پړاوونه وڅاري.
موږ وغوښتل چې پهدې اړه د ټاکنو خپلواک کمېسیون نظر هم واخلو، خو له پرلهپسې اړیکو سره سره ونه توانېدو.