فیروزالدین فیروز: فولیک‌اسید ټابلیټ جانبي عوارض نه‌لري

له شاوخوا یوې لسیزه راهیسې عامې روغتیا او پوهنې وزارتونه ښوونځیو کې د نجونو زده‌کوونکیو له‌پاره د فولیک‌اسید ټابلېټ وېشلو پروګرام پلي کوي.

دغه فولیک‌اسید ټابلېټ هغو نجونو زده‌کوونکیو ته ورکول کېږي چې عمرونه یې له ۱۰ کلونو تر ۱۹ کلونو پورې وي.

د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز نن کابل کې یوې غونډې ته وویل، نجونو زده‌کوونکیو ته د فولیک‌اسید ټابلېټ وېشل هېڅ ډول جانبي عوارض نه‌لري او د هغوی د ذکاوت او هوش لوړلو کې مهم رول لري.

د ښاغلي فیروز په وینا، یو شمېر کسان هڅه کوي چې د عامه ذهنیت په مغشوشولو سره نجونې زده‌کوونکې د فولیک‌اسید ټابلېټ له کارولو را وګرځوي او داسې ګنګوسې یې خپرې کړي چې دغه ټابلېټ نجونو کې د اومیندوارۍ امکان کموي.

د عامې روغتیا وزیر زیاتوي، د دغه ټابلېټ مصرف لامل کېږي چې نجونې راتلونکې کې په ځانګړې توګه د اومیندوارۍ پرمهال د وینې کمېدو له ګواښه خوندي شي.

د پوهنې وزارت سرپرست میرویس بلخي نجونو زده‌کوونکیو ته د فولیک‌اسید ټابلېټ وېشلو پروګرام څخه هرکلی کوي او وايي، تر هغه پورې چې زده‌کوونکي له روغتیايي اړخه پرمختګ ونه‌کړي، د زده‌کوونکیو وضعیت ښه کولو له‌پاره د پوهنې وزارت هڅې پایله نه‌ورکوي.

د هغه په وینا، ځېنې زده‌کوونکي د متعددو ناروغیو په دلیل نه‌شي کولی، ښوونځي ته حاضر شي چې دغه موضوع د پوهنې وزارت او د زده‌کوونکیو د کورنیو غړیو له‌پاره ننګونې ده.

د ولایتونو د پوهنې یو شمېر رییسان ښوونځیو کې په بریالیتوب سره نجونو زده‌کوونکیو ته د فولیک‌اسید ټابلېټ وېشلو پروګرامه خبر ورکوي او وايي، دغه پروګرام یوازې ناامنه ولسوالیو کې نه پلي کېږي.

د دایکنډي پوهنې رییس رحمت‌الله سیرت وايي، تېر کال ‌په‌دې ولایت کې د فولیک‌اسید ټابلېټ وېشلو پروګرام له‌پاره ۱۹۰۰ ښوونکیو ته روزنه ورکړل شوې‌وه او وېشلو کې یې هېڅ ډول ستونزه نه وه.

خو د خوست د پوهنې رییس نصیراحمد روښان وايي، ځېنو ناامنو ولسوالیو کې د دې پروګرام پلي کولو کې ستونزه لري؛ خو ډېره جدي نه‌ده.

د پوهنې وزارت د ۲۰۱۳ کال څېړنه ښيي چې هېواد کې له هرو ۳ ماشومانو، یو هغه د وینې د کمښت ناروغي لري.

همدارنګه ۴۰ سلنه ماشوم‌لرونکې مېرمنې او ۳۰ سلنه هغه نجونې ـ چې عمرونه یې له ۱۰ کلونو څخه تر ۱۹ کلونو پورې دي ـ دغې ناورغۍ سره مخ دي.

د پوهنې وزارت مسوولان وايي، دغه وزارت ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کلونو کې د فولیک‌اسید ټابلېټ وېشلو برخه کې څه باندې ۱۲ زره ښوونکیو، د ښوونځیو شورا غړیو، د ښوونځيو مدیرانو او د ولایتونو روغتیايي مدیرانو ته روزنه ورکړې‌ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام