د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې د بجرین تمریني کمپ پای ته ورساوه چې لومړی قطر، ورپسې هانګ کانګ او اوسمهال لاووس ته رسېدلې ده.
د افغانستان فوټبال فدراسیون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وایي، چې ټاکل شوې ده افغانستان سبا له لاووس فوټبال ملي لوبډلې سره دوستانه سیالۍ وکړي.
ویل کیږي چی سیالۍ به سبا د جمعې په ورځ د (می په ۲۹مه) نېټه د افغانستان پر وخت مازیګر ۵ بجې ترسره شي.
د فوټبال فدراسیون زیاتوي، چې سیالۍ به د یو افغان تلویزون له لارې په ژوندۍ بڼه خپره شي.
د یادونې وړ ده، چې افغان ۲۳ کسیزې ملي لوبډلې په بحرین کې خپل تمرینات ترسره کړل، چې روزونکي ډله یې له تمریني حالت نه خوشاله ښکارېدل.
د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې چې افغانستان به راتلونکې اونۍ د (جون په ۲مه) نېټه بنګله دېش ته سفر وکړي او په ډهاکه کې به له کوربنې لوبډلې سره ولوبېږي.
د افغانستان فوټبال فدراسیون وایي، چې د دواړو تمریني سیالیو او د بحرین تمریني کمپ موخه دا ده، چې افغان فوټبال ملي لوبډله د روسیي په کوربتوب د اسیا لومړي پړاو ټاکنیزو سیالیو ته ښه تیارې ونیسي.
ټاکل شوې ده، د فوټبال نړیوال جام سیالیو ته د لارموندنې په موخه افغانستان د اسیا په لومړي پړاو ټاکنیزو سیالیو کې د جون میاشتې له ۱۱ مې نېټې څخه د سوریې، جاپان، سنګاپور او کمبودیا لوبډلو خلاف د تګ او راتګ پړاو سیالیو لړۍ پیل کړي.