د فراه د والي وياند غلامفاروق بارکزی وايي، يوه کس چې دوه واړه بچي يې په سرطان ناروغۍ اخته دي، د هغوی د درملنې لپاره يې خپل پښتورګی پلورلی دی.
د بارکزي په وينا، ياده کورنۍ د فراه ښار په «سنگزور» سيمه کې ژوند کوي او زياتوي، تر اوسه معلومه نه ده چې ياد سړي په څو روپۍ خپل پښتورګی پلورلی دی.
د فراه د ولايتي شورا يو شمېر غړيو يادې کورنۍ ته له دولته د مرستې غوښتنه وکړه.
اوس مهال افغانستان کې د پښتورګيو د پلور بازار ګرم دی او ويل کېږي چې بېوزله کسان په پيسهدارو کسانو په ډېرو کمو پیسو خپل پښتورګي پلوري.