فراه کې ماین‌چاودنې ۸تنه ووژل او ۴۰ یې ټپیان کړل

پېښه نن سهار شاوخوا ۴نیمې بجې د هرات ـ کندهار پر لویې لارې د فرارود په لخشک سیمه کې رامنځته شوې‌ده.

د فراه د والي ویاند ناصر مهري سلام وطندار ته وویل چې د احمدشاه ابدالي ټرانسپورټي شرکت اړوند مساپر وړونکی ۴۰۴ ډوله موټر په یاد سیمې هغه مهال د سرک‌غاړې پر خښ شوي ماین وربرابر شو چې له هراته هلمند ته روان و.

د ښاغلي مهري په وینا، په پېښه کې ۸ مساپر وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان دي چې په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

دی زیاتوي، د موټر ټوله سپرلۍ ملکیان وو.

وايي، ځېنې سخت ټپیان هرات ته لېږدول شوي چې تر درملنې لاندې دي.

د هرات حوزوي روغتون ویاند محمدرفیق شېرزی وایي، ۲ ښځې ۲ ماشومان او ۷ سړي په ټپي حالت کې دغه روغتون ته وروړل شوي‌دي.

د فراه د والي ویاند وایي، دغه ماین د دولت وسله‌والو مخالفانو تاز خښ کړی‌و.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام