د فراه ولایتي شورا غړي وايي، دې ولایت کې شاوخوا ۳۰ زره بېاسنادو موټر ګرځي چې د بېلابېلو جرمونو زیاتوالي لامل هم شوي دي.
د فراه ولایتي شورا غړی دادالله قانع وايي، فراه کې ډېری امنیتي او د ترور پېښې د همدې موټرو په وسیله کېږي او ولایتي اداره یې د راټولو توان نهلري.
په همدې حال کې د فراه د ټرافیکو مدیر محمداصف ساپی هم دې ولایت کې د بېاسنادو موټرو زیاتوالي اندېښمن کړی او وايي چې موټر چلوونکي له ټرافیکي پېښو وروسته تښتي او دوی یې بېرته پیدا کولی نهشي.
بلخوا د فراه د والي ویاند ناصر مهري که څه هم مني چې دې ولایت کې ۹۰ سلنه موټر د پاکستان لاس دي او اسناد هم نهلري، خو زیاتوي چې د جرمونو کچې راټیټولو او د یادو موټرو مخنیوي لهپاره یې کورنیوچارو وزارت ته ځانګړې طرحه لېږلې چې له مخې به یې یادو موټرو ته لنډمهالي نمبرپلېټونه ووېشي.
دا په داسې حال کې ده چې د فراه ولایتي ادارې تېرکال د یادو موټرو راټولولو لهپاره اقدام وکړ، خو سیمهییز مسوولان د خلکو له غبرګون سره تر مخېدو وروسته په خپل اقدام کې پاتې راغلل.