فراه ښار د ۳۰۰ طالبانو په وژل کېدلو امنیتي ځواکونو ونیول شو

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش سلام‌وطندار ته وویل، طالبان له درنې مرګ‌ژوبلې وروسته له فراه ښاره په شاه شوي‌دي.

د ښاغلي دانش په وینا، افغان امنیتي ځواکونو له تېر ماذیګر راهیسې فراه ښار کې تصفیوي عملیات پیل کړي چې له څوو ساتونو وروسته دا ښار د ۳۰۰ طالبانو په وژل کېدو له وسله‌والو طالبانو پاک شو.

د کورنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه، دغو نښتو کې لسګونه امنیتي ځواکونه هم وژل شوي او ټپيان شوي؛ خو کره شمېره یې څرګنده نه کړه.

د ده په وینا، د امنیتي ځواکونو چاڼیز عملیات لاهم روان دي.

په ورته وخت کې د فراه والي عبدالبصیر سالنګي خپلې فېسبوک پاڼې کې لیکلي، ۳۰۰ طالبان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

هغه زیاته کړه، ملکيان او دولتي ادارو ته زیان نه‌دی رسېدلی.

خو فراه کې مدني فعال فرید هیبت سلام‌وطندار ته وویل، طالبانو دې ولایت کې د ملي امنیت ریاست ښاري مدیریت او ګمرک ته اور اچولی.

نوموړی وايي، د راپورونو له‌مخې، طالبانو ځانونه د دې ولایت مرکزي زندان ته رسولي خو زیاته یې کړه، معلومه نه‌ده چې د زندانیانو په خوشې کولو بریالي شوي او که‌نه.

په ورته مهال طالبانو یوې خبرپاڼې کې د فراه والي څرګندونې رد کړي او ادعا یې کړې، چې ځواکونو یې تېره شپه فراه ښار تر ولکې لاندې راوستی او امنیتي ځواکونو ته یې له تلفاتو اړولو وروسته دغه ښار بېرته خوشې کړی‌دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام