فرانسه کې یهودان د مسلمانانو د جماتونو ساتنه کوي

دچارلي هیبدو مجلې پر دفتر له برید یوه اونۍ وروسته په فرانسه کې د اروپايي مذهبونو ترمنځ داړیکو او مذهبي ازادۍ څانګه پرانستل شوه.

ددغه خوځښت یو مسلمان غړی اصف عارف وايي دوي هڅه کوي، چې فرانسه کې د مذهبي تاوتریخوالي مخه ونیسي.

د عارف په وینا مسلمانان، یهودان، سکهـ او هندوانو سره لاسونه ورکړي، چې فرانسه کې دمسلمانانو پر وړاندې ممکنه بد بيني خوره نه شي.

رسنيو د اصف عارف له خولې د یو کمپاین د پېل خبر ورکړی، چې په کې به یهودان د مسلمانانو دجماتونو او مسلمانان به د یهودانو د مذهبي مقاماتو ساتنه کوي.

دوي همدا ډول په قلم جوړ کړي د زړه رسمونه پر دغه مذهبي عبادت ځايونو زړولي دي .

دې ته ورته دځوانانو نورو ډلو هم ورته کمپاینونه پېل کړي، چې په ښاري بسونو کې دمسلمانانو سره د ممکنه بد چلن ګواښ له منځه یوسي.

راپورنه ورکول کيږي چې د چارلي هیبدو پر دفتر له برید وروسته فرانسه کې دمسلمانانو په منځ کې ویره زیاته شوې او په ښاري بسونو کې ویريږي.

دا کمپاين د اسټرالیا هغې ته ورته دی، چې په یوې چای خانه کې  یو وسله وال ځينې خلک برمته کړل.

هغه وخت د اسټرالیا زرګونه وګړو دمسلمانانو پر پلوۍ په ټولنیزو رسنيو کې نظرونه شریک کړل او دمسلمانانو له زړونو یې دهغې ویرې ویستلو کې مرسته وکړه، چې له دې پېښې وروسته یې په ښاري بسونو، لارو او کار ځایونو کې حس کوله.

فرانسه کې د مذهبي اړیکو په لړ کې د " بقا په یوځای" فعال خوځښت غړې مریم، چې دیوې مسلمانې کورنۍ لور ده وايي، "دچارلي هیبدو پر دفتر له پېښې وروسته هم دوي ؛ مسلمان، یهودي، مسیحي، سکهـ، هندو او بې دینه ټول سره یوځای دیو فرانسوي ملت په توګه په ګډه ژوند کول غواړي."

بې بې سي اردو څانګې په خپل یو راپور کې د فرانسې د " سلام" په نوم دیوه خوځښت یادونه کړې او زیاته کړې یې ده چې دغه خوځښت غواړي فرانسه کې د اسلام په اړه سم پوهاوی خلکو ته ورکړي.

سرچینې ددې خوځښت د یوه غړي سليم ډريکي له خولې لیکلي" ترهګرو غوښتل په دا ډول بریدونو سره زمونږ ترمنځ نفرت واچوي او په سخت دریځۍ کې زیاتوالی راولي."

چارلي هیبدو مجلې داسلام ورستي پېغمبر حضرت محمد ص ته منسوب یو کاریکاتور خپور کړی و چې دمسلمانانو غوسه یې راپارولې وه او ددغه مجلې پر دفتر برید همد دهمدې انګیزې له مخې شوی و.

د تېرې شنبې په ورځ (دسلواغې پر ۱۱مه) ددغه مجلې په خلاف کابل کې یو لار يون وشو چې په ترڅ کې یې د تاوتریخوالي او اخ او ډب له امله دوه ولسي وګړي ووژل شول.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام