فاریاب کې د ناټو د نویو ځواکونو ځای پرځای کېدل

د فاریاب امنیتي چارواکي وايي، ټاکل شوې افغان ځواکونو ته په‌دې ولایت کې د مشورې ورکولو، همغږۍ او هوايي ملاتړ په موخه د ناټو ځواکونو یو شمېر سرتېري ځای پرځای شي.

فاریاب کې د شاهین قول‌‌اردو لومړۍ لوا قوماندان جنرال جنت‌ګل کړوخېل وايي، دغه ځواکونه چې شمېر یې ۶۰ ته رسېږي؛ روانه اوونۍ د دې ولایت په مرکز «میمنې» کې ځای پرځای کېږي.

ښاغلی کړوخېل له طالبانو غواړي چې په‌دې ولایت کې له جګړې لاس واخلي او د سولې له پروسې سره یو ځای شي.

دغه امنیتي چارواکی زیاتوي، د غوڅ‌ملاتړ ځواکونه له ځانګړې قطعې او پوځي سرتېرو نه په ځکمنیو عملیاتو کې کار اخلي او په‌خپله هوايي بریدونه کوي.

سره له‌دې چې د فاریاب اوسېدونکي دې ولایت کې د ناامنیو له زیاتوالي اندېښنه څرګندوي؛ خو فاریاب کې د ناټو ځواکونو ځای پرځای‌کېدو په اړه بېلابېل نظرونه لري.

د میمنې ښار اوسېدنکی صلاح‌الدین شکمن دی، وايي چې دولت او ناټو ځواکونه د طالبانو په ځپلو کې ریښتني نه‌دي؛ ګنې که صادقانه عمل وکړي؛ ټول طالبان په یوه شپه کې ختمولی شي.

له دې سره هم‌مهاله سراج‌الله همدم فاریاب ولایت ته د ناټو ځواکونه له ورتګ سره خوشبیني ښيي او وايي چې د دوی له ورتګ سره به وضعیت ډېر ښه شي.

دا داسې مهال ده چې وړمه ورځ د فاریاب ولایتي شورا رییس سلام‌وطندار ته ویلي وو چې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمې پراخې شوي او د دې امکان شته چې دغه ولایت د طالبانو لاس ته ولوېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام