
په فاریاب کې د طالبانو د بریدونو له ډېرېدو سره د غوڅ ملاتړ ځواکونه د افغانستان د امنیتي ځواکونو د ملاتړ لهپاره یاد ولایت ته لاړل.
د افغانستان امنیتي ځواکونه د غوڅ ملاتړ ځواکونو په مرسته د فاریاب المار ولسوالۍ ته لاړل او طالبانو ته یې درانه تلفات اړولي دي.
په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قولاردو ویاند محمدحنیف رضایي سلام وطندار ته وویل چې پرون د طالبانو په پټنځایونو د غوڅ ملاتړ ځواکونو د هوايي برید په پایله کې د المار ولسوالۍ لهپاره د طالبانو نومول شوي ولسوالی ملا سرور، د طالبانو د سرې قطعې ارشد قوماندان مولوي حبیبالله او د فاریاب قرغان ولسوالۍ لهپاره د طالبانو د نومول شوي مرستیال قاري ذکرالله په ګډون ۳۰ تنه طالبان وژل شويدي.
د فاریاب د والي ویاند جاوید بیدار هم وویل چې د غوڅ ملاتړ هوایي ځواک په برید کې طالبانو ته درانه تلفات اوښتي دي او څو قرارګاوې یې له منځه تللې دي.
د فاریاب د ملي امنیت ریاست مطبوعاتي مسوول هم په خپرې کړې خبرپاڼې کې منلي چې په تېرو دوو ورځو کې د طالبانو د پېژندل شویو قوماندانانو په ګډون تر ۵۰ ډېر طالبان وژل شوي.
طالبانو هم د فاریاب په المار ولسوالۍ کې د هوايي برید پرمهال د خپلو قوماندانانو وژل کېدل منلي دي.





