فاریاب؛ ښځې له چادرۍ سره ورزش کوي

په فاریاب ولایت کې ځېنې ښځې د دوی له‌پاره د ورزش د ځانګړي ځای له نه‌شتوالي شکایت کوي.

دا ښځې ـ چې د میمنې ښار د ښاروالۍ په پارک کې ورزش کوي ـ د ورزش پر مهال د نرينه‌وو له لوري د ځورېدلو نه هم شکایت کوي او وايي چې د سړیو ځورولو مجبوره کړي چې په چادرۍ کې ورزش کړي.

دا ښځې ـ چې له څوو کالو راهیسې د میمنې ښار د ښاروالۍ په پارک کې هر سهار تمرین کوي ـ وايي چې د پارک د شاوخوا له لوړو ودانیو نرینه د ورزش پرمهال د دوی حرکاتو ته ورکوري او مزاحمت ورته کوي.

هغوی له دولته غواړي چې ښځو ته په‌دې ولایت کې ځانګړی ورزشي لوبغاړی جوړ کړي.

په‌ ورته وخت کې ځېنې ورزشکاران ـ چې د دې ښځو په شان په همدې پارک کې ورزش کوي ـ وايي چې په پار کې دننه څوک دې ښځو ته مزاحمت نه‌کوي.

له بل لوري د فاریاب د بدني روزنې رییس وهاب مجیدي په‌دې ولایت کې د ښځو له‌پاره د ځانګړې ورزشي لوبغالي د جوړېدو خبر ورکوي.

ښاغلی مجیدي وايي چې دا لوبغالی به ډېر ژر په میمنې ښار کې په ۱۸ میاشتو کې جوړ شي.

ورته مطالب:

بامیانو کې ښځې د ماین شنډولو زده‌کړې کوي

د غزني ډېرې کورنۍ خپلې ناروغې ښځې ډاکټر ته نه پرېږدي

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام