وسلهوالو طالبانو په فاریاب کې له دولت سره د همکارۍ په تور یوه ښځه وژلې ده. دا پېښه تېره شپه د دغه ولایت په خواجهسبزپوش سیمه کې شوې ده.
په خواجهسبزپوش ولسوالي کې د ولسي پاڅونوالو قوماندان منصور عزیزي سلاموطندار ته وویل، طالبانو د یادې ولسوالي په «کتهقشلاق» سیمه کې له دولت سره په همکارۍ یوه ښځه وژلې ده.
د عزیزي په وینا، له وژل شوې ښځې څلور ماشومان پاتې دي.
په همدې حال کې د فاریاب د امنیې قومانداني ویاند کریم یورش که څه هم د یادې ښځې وژل کېدل مني، خو وايي چې تراوسه یې د وژلو لامل روښانه نهدی.
طالبانو تراوسه پهدې اړه رسنیو ته څه نهدي ویلي.
اړوند مطالب: