د غور سیمهييزې ادارې مسوولان وايي، وسلهوالو طالبانو د دې ولایت پر یوشمېر ټاکنیزو مرکزونو برید کړی چې له کبله یې ۸ کسان وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي.
د غور یوشمېر اوسېدونکي هم وايي چې طالبانو په فېروزکوه ښار او ځینو نورو ولسوالیو کې پر یوشمېر ټاکنیزو مرکزونو بریدونه کړي دي.
په همدې حال کې د غور والي وايي، خلکو له امنیتي ګواښونو سره سره په ټاکنو کې پراخ ګډون کړی دی.
په همدې حال کې یوشمېر رایورکوونکي، په ټاکنیزو مرکزونو کې له بېنظمۍ، له بایومټریک سېسټم سره د ټاکنو کمېسیون کارکوونکیو نابلدتیا او د رایورکوونکیو په نوملړ کې د یوشمېر ستونزو په اړه شکایت کوي.
د غور سیمهییز مسوولان وايي چې د دې ولایت د رایورکولو ۲۸۱ مرکزونو له ډلې ۱۲۹ مرکزونه تړل شوي او ۱۵۲ نور فعال دي.