غور کې د ښځو له‌پاره د ځانګړي هنري مرکز جوړېدل

د مېرمنو لومړنی ځانګړی هنري او ښوونیز مرکز نن د غور ولایت مرکز فیروز کوه ښار کې د یو شمېر مېرمنو په ابتکار پرانېستل شو.

د دغه هنري مرکز مسووله فریده ناصري وايي، دوی وروسته له هغې دغه مرکز جوړ کړ چې دې ولایت کې ښځو ښوونې او روزنې او همدارنګه د رسامۍ هنر ته لاسرسی نه‌لرلو.

د مېرمن ناصري په وینا، دوی د رسامۍ هنر د زده‌کړو ترڅنګ، د انګلیسي ژبې، کمپیوټر او د فن او عرفې په برخه کې هم کار کوي.

هاخوا یو شمېر هغه مېرمنې ـ چې دغه هنري مرکز کې زده‌کړې کوي ـ وايي، دوی له‌دې مخکې د ټولنې ناوړو دودونو په دلیل د نرینه‌وو په ښوونیزو مرکزونو کې ګډون نه‌شو کولی.

د غور د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو رییس فضل‌الحق وحید هم د دغه هنري او ښوونیز مرکز جوړول دې ولایت کې د ښځو له‌پاره یو مثبت ګام بولي او وايي، هغوی هم دغه هنري مرکز سره په همکارۍ د ښځو پیاوړي کولو له‌پاره کار کوي.

د دغه هنري مرکز مسوولان او د غور مېرمنې وايي، څو ځلې یې هڅې کړي چې دې ولایت کې هنري او ښوونیز فرصتونه رامنځته کړي؛ خو دولت د ناپامۍ له امله په‌دې چاره کې نه بریالي کېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام