غور کې د ۱۱۳ ښوونځیو ښوونکیو د معاش نه اخېستلو له امله د دویم ځل لهپاره د دې ولایت مستوفیت مخکې د اعتصاب خېمه ودروله.
دغه ښوونکي وايي، له تېرو ۱۳ میاشتو راهیسې یې بې معاشه تدریس کړی؛ خو پرته له کومې اداري ستونزې معاشونه نهورکول کېږي.
خو د غور مستوفي محمدطاهر مومند وايي، پوهنې ریاست تر اوسه یادو ښوونکیو ته د معاش ورکولو په اړه لارښوونه نهده کړې او هرمهال چې ورته لارښوونه وشي؛ معاشونه به یې ورکړي.
په همدې حال کې د غور پوهنې ریاست سرپرست فضلالحق نجات وايي، له ولایتي ادارې سره یې په دې اړه لازمه همغږي کړې او خپل مسوولیت یې ادا کړیدی.