غني: ۳۰ کلنې جګړې مو په لومړيو کې د کارونو د چټکتيا مخه ونيوله

ولسمشر اشرف غني وايي، چې په افغانستان کې موجودې ستونزې او ننګونې د تېرو ۳ لسیزو جګړو زېږنده ده.

نوموړي زياته کړې، په هېواد کې له جګړو څخه د را پاتې شویو میراثونو له امله افغان حکومت و نه شوای کړای، چې د حکومت د پېل سره سم په ځینو برخو کې په چټکۍ عمل وکړي.

نوموړي دا خبرې په ملي شورا کې د پکتيا، خوست، پکتیکا او د لوګر ولایتونو د خلکو یو شمېر استازو سره په کتنه کې وکړې.

همدارنګه جمهور رییس غني څرګنده کړه، څه موده وړاندې حالت داسې و، چې نړۍ له افغانستان څخه په تېښته وه او داسې انګېرل کېده، چې د هېواد ځیني ولایتونه به سقوط وکړي، خو  د نوموړي په وينا اوس پخواني حالت بدلون موندلی او افغانان له هغه حالت څخه راوتلي دي.

د ارګ څخه په راليږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، د هېواد ځينو استازو ته ولسمشر دا هم وویل، چې په  افغانستان کې د جګړې او ګواښونو بڼه بدله شوې ده.

اعلامیه کاږي، چې جمهور رییس د هېواد امنيتي وضعيت ته په اشارې سره وویل، "ما خپل ډېر وخت پر امنیتي مسلو تمرکز ته بېل کړی دی " او د نوموړي په وينا د ولسمشرۍ ماڼۍ کلکه اراده لري، چې د تروریستانو پر وړاندې ودرېږي.

جمهور رییس غني زياته کړه، چې اوسمهال د سیمې او د اسلامي هېوادونو په کچه په یوه اجماع کار کوي.

همدارنګه د هېواد ولسمشر په راتلونکي لنډ وخت کې ایران او هند ته د خپل رسمي سفر خبر هم ورکړ.

هغه څرګنده کړه، چې له دې وروسته به يې ټول تمرکز پر اقتصادي او د ښې حکومتوالۍ د رامنځته کولو په برخه کې وي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام