ولسمشر غني ترکمنستان ته له رسېدو وروسته د " سولې، امنیت او پرمختګ په برخه کې د نړېوالو بې پرې پالیسي " کنفرانس کې وویل، چې ځينې ګاونډي هېوادونه باید له ترکمنستان هېواد څخه زده کړي.
ځکه د هغه په وينا، ترکمنستان د دې پر ځای، چې ګاونډيو هېوادونو ته تروریزم صادر کړي برعکس له خپلو همسایه هېوادونو سره د سولې او همکارۍ لاس ورکوي.
نوموړي د ترکمنستان په مرکز عشق اباد ښار کې جوړ شوي کنفرانس کې زیاته کړه، چې ترکمنستان هېواد د افغانستان له پاره يو ښه ګاونډی پاتی او خپل ښه توب يې افغانانو ته په اثبات رسولی دی.
هغه وویل، چې د ترکمنستان ګاونډيتوب د نورو هېوادونو له پاره يوه ښه بېلګه کېدی شي، چې د خپلو بې طرفه پالیسو پر بنسټ د نورو هېوادونو د اقتصادي پرمختګ لامل کيږي.
ولسمشر د خپل وينا پر مهال زیاته کړه، چې اوسمهال افغانان له دوو حالاتو سره مخ دي، یو هم فقر او ناهیلي او دویم يې د اقتصادي پرمختګ او د اړيکو ټينګښت له پاره فرصتونه دي.
همدارنګه د ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې ولسمشر غني وویل، چې د ترکمنستان بې طرفه پالیسي په سيمه کې د سولې او ثبات له پاره زمينه برابره کړه او د دغه هېواد پالیسي د دې لامل شو، چې زياتې لاسته راوړنې ولري.
همدارنګه ولسمشر د ترکمنستان د بې طرفه پالیسو په ۲۰ کلیزې په مراسمو کې کې ګډون وکړ.
یاده دې وي، چې ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار له ترکمنستان نه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته ګازو نل لیکې پروژې پرانیستلو له پاره د ترکمنستان پلازمینې عشق اباد ته لاړ.
افغانستان به د ټاپي ګازو نل لیکې پروژې په پلی کیدو سره په کال کې میلیونونه ډالر عاید ترلاسه کړي او ۱۲ زره کسانو ته به په کور د ننه کاري فرصتونه پیدا شي.
په همدې حال کې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې وویل چې د ټاپي پروژه د دې ترڅنګ چې اقتصادي ګټه لري د امنیت په ټینګښت کې هم ګټوره تمامیږي.
رباني زیاته کړه، چې د ټاپي پروژې د کار پیلیدو سره به افغانستان، په ډیپلوماسي کې هم پرمختګونه ولري.