ولسمشر اشرف غني په هېواد کې د وروستي ناورين رامنځ ته کېدو په باب په خپله وينا کې خبرداری ورکړ، چې د پنجشير ولایت ناورین په شان پېښې د تکرار وړاندوينه کيږي او دغه مسله افغان حکومت د سختو ستونزو سره مخ کړی دی.
غني وویل، چې د پنجشير ناورين او په هېواد کې د ملي ماتم په خاطر یې ایران ته خپل رسمي سفر د يوې نامعلومې نېټې پورې ځنډولی.
ولسمشر د هېواد له ټولو ملا امامانو غوښتنه وکړه، چې د پنجشير او د هېواد په ۱۹ ولايتونو کې د طبيعې پېښو له امله وژل شويو افغانانو لپاره د قرانکريم ختمونه وکړي.
ده د سالنګ په اړه هم خبرداری ورکړ، چې دغه سيمه د واورو ښوېدنو تر ګواښ لاندې ده او افغان حکومت د دغو ګواښونو د مهار کولو لپاره قوي پلانونه په پام کې نيولي دي.
نوموړي و ویل، چې په پنجشیر کې به د يوې اوږدې مودې لپاره زراعتي پېداوار کم وي او دغې مسلې د حل لپاره به دولت اوږد مهاله، منځ مهاله او عاجل اقدامات ترسره کړي.
" همدا اوس د افغانستان ۳۶ سلنه خلک د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او وروستي برف کوچونه دغې شمېرې کې زياتوالی راوستی؛ مونږ به په هېواد کې ۶ میاشتې سيلابي او ۶ میاشتي وچکالي لپاره پلانونه په پام کې ونيسو."
ولسمشر همدا ډول د یو مرستندویه صندوق دجوېدو خبر هم ورکړ، چې د اړتیا په برخه کې به ترې ګټه اخیستل کيږي.
غني ددغه صندوق جوړېدو په اړه وویل ، چې الهام یې د ارګون له پېښې اخیستی.
افغان ولسمشر په خپله ورستۍ بیانه کې وویل، چې د طبعي پېښو له امله د اوښتي زیانونو کچه لوړه ده او دوي په یواځې ځان نه شي کولی دپېښو له امله د اوښتي زیانونو تشه ډکه کړي.
ښاغلي غني دا هم وویل، دوی لا هم په پلټنو بوخت دي، چې دنړیوالو مرستو له پاره دقیق ارقام او د اړتیا وړ ځایونه نښه کړي.
دبهرنيو مرستو په لړ کې لومړۍ هغه د ګاونډي هیواد پاکستان له لورې کابل ته را ورسېدلې، چې د پنجشير په ځپل شويو به وویشل شي.
ولسمشر په دغه تلویزوني بیانه کې دهیواد له بډایه خلکو هم غوښتنه وکړله، چې نغدي او غیر نغدي مرستې دې له حکومت سره هم غږي کړي.
غني اړوندو ادارو ته سپارښتنه وکړه چې خپلې چارې دې چټکې کړي.
څو ورځې وړاندې په پنجشیر ولایت کې د برف کوچونو له امله شاوخوا ۲۵۰ تنه و وژل شول، چې له امله يې افغان حکومت د يوې فوق العاده غوندې په ترڅ کې درې ورځې ملي ماتم اعلان کړ.